د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خلکو ورکول جرم ګرځولو لپاره ژر قانون سازي کوو: عمران خان  


د ورکو بلوڅانو کورنیو غړي پر احتجاج ناست دي.
د ورکو بلوڅانو کورنیو غړي پر احتجاج ناست دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي دي چې په بيړنۍ توګه پر داسې قانون سازۍ کار کوي چې له مخې به يې د خلکو لادرکه کول جرم ګڼل کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزیره شیرین مزاري وايي چې وزیر اعظم عمران خان پنجشنبه دا خبره د بلوچستان د لادرکه کسانو له يوې درې کسیزې ډلې سره په خبرو کې کړې ده.

شېرین مزاري پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې دا درې کسان د هغو ۱۳ کورنيو غړي وو چې تیره میاشت يې په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کړې وه.

نوموړې زیاته کړې چې عمران خان خپل ځانګړي سیکرېټري ته امر کړی چې د دې کورنيو د لادرکه غړيو په اړه ورته په سمدستي توګه کره مالومات ورکړي.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره له ۲۰۱۱م کاله راهيسې يو کميشن جوړ شوی دی.

دې کمېشن د روان کال د جنورۍ میاشتې په رپورټ کې ویلي چې تر دې وخته شپږ زره نهه سوه څلور څلوېښت لادرکه شويو کسانو مقدمې وړاندې کړل شوې دي چې پکې څلور زره اته سوه دوه ویشت هوارې کړل شوې دي.

خو د لادرکه کسانو کورنۍ او فعالې ډلې د لادرکه خلکو شمېر تر سرکاري شمیرو څو چنده زیات بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG