د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر عدالتي نظام د باور پخولو لپاره دې ټول ورک کسان عدالت ته وړاندې کړل شي: پښتین


منظور پښتین د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ پر اوومه د پېښور جلسې ته وینا کوي - د ارشیف انځور.
منظور پښتین د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ پر اوومه د پېښور جلسې ته وینا کوي - د ارشیف انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ويلي، تحريک يې غواړي، ټول ورک کسان عدالت ته وړاندې کړل شي چې دارنګه ولس په عدالتي نظام باوري شي.

منظور پښتين د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه په بنو کې د ورکو کسانو لپاره د غورځنګ احتجاجي کېمپ کې ناستو خلکو ته په وينا کې وويل، غورځنګ یې د هر لادرکه کس معلومات غونډوي او له عدالت او ان له ملګرو ملتونو سره يې شريکوي.

نوموړي زياته کړه چې کله عدالت د خلکو مسيلې نشي حلولای نو په نتيجه کې يې د خلکو او عدالت ترمنځ بې باوري پیدا شي.

بنو کې د ورکو کسانو کورنیو احتجاج
بنو کې د ورکو کسانو کورنیو احتجاج

په کېمپ کې د لادرکه کسانو يوشمېر کورنۍ هم ناستې وې چې د خپلو ورکو وګړو عکسونه يې په لاسونو کې نيولي ول.

په پاکستان کې د پښتنو ترڅنګ بلوڅان او سینديان هم په لوی شمېر کې ورک دي چې د موندلو لپاره يې فعاله تنظيمونه او د بشري حقونو سازمانونه د ورکولو تور د پاکستان پر پوځ او جاسوسي ادارو لګوي خو پوځ او حکومت تل دغسې تورونه رد کړي دي.

په دا وروستيو کې د سيند او اسلام اباد های کورټونو هم په مقدمو کې د خلکو ورکولو د لړۍ ودرولو غږ کړی وو.

د پاکستان پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴مه خبريالانو ته ويلي ول چې د ورکو کسانو ستونزه به ژر هواره شي.

د پاکستان حکومت هم ويلي چې په دې اړه قانون جوړوي.

XS
SM
MD
LG