سرکار دې د خدي او مچیخېلو ترمنځ اوربند وکړي: میرعلي لاریون

میرعلي کې د پي ټي اېم لاریون

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او ځايي ځوانانو د حکومت او پولیسو پرضد لاریون کړی چې هلته د دوو قبیلو ترمنځ په شخړه کې پر یوه بل درنه وسله کارول کېږي خو سرکار خاموشه دی.

دوی غوښتنه کړې چې سیمې دې له درنو وسلو پاکه کړي او پولیس دې خپل واک باوري کړي.

په میرعلي کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې دوې قبیلې مچيخېل او خدي د اوچوبې پر یوه پراخه ځمکه سره اړام شوي او یوه بل ته یې په غرونو کې درنې وسلې نیولې دي او پر یوه بل ډزې کوي. که څه هم هېڅ یوې غاړې ته مرګژوبله نه ده اوښتې خو د پي ټي اېم پلویان وايي سرکار یې ترمنځ اوربند ته نه ورځي.

یو لاریونوال عادل داوړ وايي: "ځوانان لګیا دي ترمنځ یې اوربند وکړ خو له بده مرغه نه ځايي انتظامیه، نه صوبايي حکومت او نه هم پوځي چارواکي د ښکېلو قبیلو ترمنځ ډزبندۍ ته ورغلي او نه ځان پرې خبروي. او ناست دي، ننداره یې کوي."

نوموړی وايي، دوی په خپله خاوره کې نه د قام په نامه، نه د قبیلې په نامه او نه د کور کلي په نامه هېڅ جنګ جګړه نه غواړي.

عادل داوړ زیاته کړه چې ریاست دې دلته خپل واک باوري کړي.

یوه بل لاریونوال حمزه داوړ بیا پر مشرانو او په تېره د اتمانزو پر مشرانو ږغ وکړ چې هغوی دې کرار نه کښېني او د مچيخېلو او خدي ترمنځ روانه کشاله دې ژر تر ژره په اخلاص هواره کړي.

د ده په خبره، "ریاست خاموشه دی نو پکار ده چې دوی راوړاندې شي."

که څه هم چارواکو د مشال راډيو د بیا بیا تپوس کولو باجود د دې ځواب و نه ویلو چې سرکار ولې د خدي او مچیخېلو ترمنځ اوربند نه کوي او په سیمه کې د درنو وسلو کارولو مخه نه نیسي خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر ډي پي او شفیع الله ګنډه پور له دفتره جاري شوې حکمنامه کې ویل شوي چې په میرعلي کې د مچیخېلو او خدي قبیلو سیمه کې د هرډول سپکې او درنې وسلې په کارولو او نمایش بندیز دی. او سرغړونکې ته به یې سزا ورکول کېږي.

هلته په میرعلي کې د دواړو قبیلو خلک د یو بل پرضد مورچو ته ختلي دي او پر یو بل بې د وړو او درنو وسلو ډزې کوي.

د نومبر پر شلمه له بنو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځینو مخورو، او په میرعلي کې د ځايي مشرانو او ځوانانو یوه چیغه په دې کې بریالۍ شوې چې د دې قبیلو ترمنځ درې ورځنی اوربند وکړي. خو ډېر ژر بیرته مات شو.

د پي ټي اېم بنو مشر حاجي عبدالصمد خان په مشرۍ چیغه په میرعلي کې د مچیخېلو او خدي ترمنځ اوربند ته ورغلې. ۲۰۲۰، ۲۰ نومبر

د بنو ځوانان او مشران د حاجي عبدالصمد خان او ندیم عسکر په مشرۍ کې اوس هم لګیا دي چې دا اوربند وغځوي، د وزیرستان اتمانزي له مشرانو سره هم په تماس کې دي او له هغوی غواړي چې خلک له جنګه وګرځوي.

د خدي او مچي خیلو ترمنځ شخړه هلته له ۲۰ تر ۲۵ زرو کناله وچې او ویجاړې ځمکې پر سر روانه ده.

دواړه قبیلې دا مځکه په پوره توګه خپل ملکیت بولي‌ او په عدالت کې هم په دې اړه مقدمه روانه ده.

ځايي خلک وايي دواړه قبیلې له قانون او ایین سره سم د دې ستونزې حل غواړي خو مسله ډېره پېچلې ده.

د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان وايي ډیر مشران لګیا دي‌ او د مسلې د هواري‌ هڅه کوي.

ده وویل، "په کار ده چې دواړه قبیلې له ایین او قانون سره سم د دې مسلې هواري ته غاړه کښېږدي، له تشدده لاس واخلي ګني نو موږ مجبور یو چې بیا قانوني ګام واخلو."

د خدي او مچي خیلو ترمنځ یاده شخړه له کلونو راهسې روانه ده. تر دې وړاندې یې په ۲۰۰۴م کې ، بیا په ۲۰۱۸ز او اوس یې بیا سر راپورته کړی دی.