د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند په قبایلو کې د ځمکو لانجو هواري لپاره کمېټۍ جوړوي


عوامي نیشنل ګوند د جون په پای کې په مرغې چینه کې د ځمکې لانجې پر سر تر نښتې وروسته یوه نهه کسیزه کمېټي جوړه کړه چې د قبایلي ضلعو سفر یې وکړ (انځور: مرغې چینه امنیتي سرتېری - د ۲۰۲۰ز د جولای میاشت.)
عوامي نیشنل ګوند د جون په پای کې په مرغې چینه کې د ځمکې لانجې پر سر تر نښتې وروسته یوه نهه کسیزه کمېټي جوړه کړه چې د قبایلي ضلعو سفر یې وکړ (انځور: مرغې چینه امنیتي سرتېری - د ۲۰۲۰ز د جولای میاشت.)

عوامي نیشنل ګوند په قبایلو کې د ځمکو لانجو هواري لپاره د ولسي مشرانو د بې طرفه کمېټیو جوړولو پرېکړه کړې ده.

د ۲۰۲۰ز کال د جون په پای کې چې په کورمه کې د ابراهیمزیو او بالشخېلو خلکو او پاړه څمکنیو ترمنځ د مرغې چینې ځمکې لانجې پر سر نښته وشوه او ورپسې د جون پر ۳۰مه په جنوبي وزیرستان کې سپېرکي او نانوخېل یو بل ته مخامخ شول نو عوامي نیشنل ګوند یوه نهه کسیزه کمېټي جوړه کړه چې په جولای کې یې د ټولو قبایلي ضلعو سفرونه وکړل چې د لانجو په اړه رپورټ جوړ کړي.

د دې کمېټۍ دوو مشرانو د سېپټېمبر پر نهمه مشال راډيو ته وویل، رپورټ یې د ګوند مشرتابه ته وسپاره او پرېکړه یې وکړه چې په هره ضلع کې بې پرې کمېټۍ جوړې کړي چې د هرې لانجې له خواوو سره جرګې وکړي او د هواري لارې یې پیدا کړي.

د مرغې چینې تر نښتې وروسته مشال راډیو هم په کورمه، جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان او د باجوړ او مومندو ترمنځ د پولې په ګډون د شاملاتو د ځمکو او بریدونو لانجو په اړه رپورټونه جوړ کړل چې پکې یې د هغوی تاریخ او لاملونو معلومولو ترڅنګ د هواري پر لارو چارو بحث کړی.

د دې سیمو انتظامي مشران او چارواکي وايي، له ولسي مشرانو سره د جرګو له لارې د لانجو د هواري هڅې کوي.

د قبایلي ضلعو ولسونو ځینې لانجې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته عدالتونو ته وړې دي.

د پاکستان پخواني حکومت، تېر پارلېمان او ولسمشر د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې په ایین کې له ترمیم سره قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې چې وروسته د هېواد د پولیسو او عدالتي نظام هم وروغځېد.

د عوامي نیشنل ګوند د نهه کسیزه کمېټۍ مشر نثار مومند وايي، زیاتره مسلې د پولو نه ټاکلو پیدا کړې دي.

دی مثالونه ورکوي او وايي: "لکه زموږ د باجوړو او مومندو د برید مسله، دغسې د قومونو او خېلونو ترمنځ د ځمکو د پولو مسلې دي، ورسره د کورمې په "پاړه چنار کې یوه مسله ده چې ورته بل شکل – فرقه ییز شکل – ورکول کېږي" خو لانجه "د ځمکې" پر سر ده او نښتې د ځمکې پر سر شوې دي.

مومند وايي، په سفر کې د "بېټنیو او مسیدو او د دوتاڼیو او وزیرو" د ځمکو له لانجو هم خبر شو.

د کمېټۍ عمومي سېکرټر مثل خان اورکزی وايي، په راتلونکۍ اوونۍ کې د ګوند له مشرتابه سره ویني چې تر هغې وروسته به قبایلي ضلعو ته په دویم سفر کې کمېټۍ جوړې کړي.

د کمېټيو کار

مومند او اورکزي دواړو د ګوند له مشرانو سره د لیدو یا د کمېټیو جوړولو کره نېټه و نه ښودای شوه.

خو اورکزي وویل، دوی فکر کوي چې د مسیدو او بېټنیو له لانجې یې پیل کړي او بیا په ترتیب په هره ضلعه کې لومړی لویې او بیا وړې لانجې هوارې کړي.

"کمېټۍ به انشا‌ء الله [بې طرفه] وي او دا به داسې کمېټیانې وي چې ورباندې به د هېچا اعتراض نه وي. موږ وايو چې د مسیدو او بېټنیو له مسلې" یې پیل کړو "او بیا د باجوړ او مومندو پر ستونزې" کار کوو.

د اورکزي په خبره، "خلک د امن تږي دي" او غواړي چې که د دوی په حق کې هم نه وي، خو چې د لانجو "حل راووځي."

نثار مومند وايي، دوی غواړي چې د قبایلو نور ګوندونه هم ورسره په دې کار کې شریک شي.

د ده په خبره، د هرې ضلعې کمېټي به جرګې کوي او له انتظامي چارواکو سره به هم خبرې اترې کوي او ورڅخه به د پرېکړو د عملي کولو غوښتنه کوي.

کمېټۍ به "په هره ضلع کې" د دواړو خواوو "ترمنځ کښېني او زموږ د پښتنو چې څه رواج دی" له هغې سره سم به ورسره "خبرې کوي."

د ده په خبره، که کمېټیو مسله هوارولای شوه نو ښه ده که نه نو د "نهه کسیزې کمېټۍ غړي به ورځي."

د کمېټۍ مشر نثار مومند وايي، د جرګو په دې بهیر کې له انتظاميو سره هم "رابطه" کوي او هیله من دی چې حکومت به هم ورسره پوره مرسته وکړي.

اورکزی وايي، د قبایلي ضلعو سفر ورته جوته کړه چې هلته پراته ولسونه د لانجو هواري ته تیار دي او ان هغه پولې او حدونه هم مني چې حکومت یې ورته وړاندیز کوي خو تور پورې کوي چې انتظامي او امنیتي چارواکي نه غواړي چې مسلې حل کړي.

خو د مثل خان اورکزي دعوې برعکس، د کورمې، جنوبي او شمالي وزیرستانونو، باجوړ او مومندو انتظامي او امنیتي چارواکو ټولو په جولای او اګست کې له مشال راډيو سره په خبرو کې د ځمکو د لانجو هواري هوډ ښوولی او وايي، ځینې شخړې یې تقریباً حل کړې دي.

انتظامي چارواکي وايي، هغه قضیې چې په عدالتونو کې دي، په اړه یې د هېڅ اقدام واک نه لري خو د نورو لانجو د حل کولو لپاره نه یوازې پخواني اسناد په ډاګه کوي بلکې له ولسي مشرانو سره یې جرګو ته هم دوام ورکړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG