د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو قبیلو ترمنځ اوربند وکړ


پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په چیغه کې شریک مشران او نور غړي دوې ورځې وړاندې له بنو میر علي ته تللې وه او د نومبر پر ۲۰مه په دې کې بریالۍ شوې چې د دې قبیلو ترمنځ درې ورځنی اوربند وکړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په چیغه کې شریک مشران او نور غړي دوې ورځې وړاندې له بنو میر علي ته تللې وه او د نومبر پر ۲۰مه په دې کې بریالۍ شوې چې د دې قبیلو ترمنځ درې ورځنی اوربند وکړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان کې د دوو قبیلو ترمنځ د مځکې پر سر په رامنځ ته شوې جګړه کې اوربند کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د خدي او مچي خیلو ترمنځ د ځمکې پر سر لانجه له کلونو روانه ده خو له تېرو څو ورځو راهسې په وسله واله شخړه اوښتې وه.

د دواړو قبیلو خلک د یو بل پرضد مورچو ته ختلي وو او پر یو بل بې د وړو او درنو وسلو ډزې کولې.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په چیغه کې شریک مشران او نور غړي دوې ورځې وړاندې له بنو میر علي ته تللې وه او د نومبر پر ۲۰مه په دې کې بریالۍ شوې چې د دې قبیلو ترمنځ درې ورځنی اوربند وکړي.

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو سید انور داوړ مشال راډیو ته وویل چې د چیغې مشران او غړي د امن له سپینو بیرغونو سره مورچو ته ورغلي، دواړو قبیلو ترمنځ یې درې ورځنی اوربند کړی دی.

ده وویل چې د چیغې له خوا د اتمانزيو پر مشرانو او حکومت غږ کړی دی چې په دې لړ کې خپل کردار ولوبوي.

د خدي او مچي خیلو ترمنځ شخړه هلته له ۲۰ تر ۲۵ زرو کناله وچې او ویجاړې ځمکې پر سر روانه ده.
د خدي او مچي خیلو ترمنځ شخړه هلته له ۲۰ تر ۲۵ زرو کناله وچې او ویجاړې ځمکې پر سر روانه ده.

انور داوړ زیاته کړه، "د بنو ځوانان او مشران د حاجي عبدالصمد خان او ندیم عسکر په مشرۍ کې اوس هم لګیا دي چې دا اوربند وغځوي، د وزیرستان اتمانزي له مشرانو سره هم په تماس کې دي او له هغوی غواړي چې خلک له جنګه وګرځوي."

د خدي او مچي خیلو ترمنځ شخړه هلته له ۲۰ تر ۲۵ زرو کناله وچې او ویجاړې ځمکې پر سر روانه ده.

دواړه قبیلې دا مځکه په پوره توګه خپل ملکیت بولي‌ او په عدالت کې هم په دې اړه مقدمه روانه ده.

ځايي خلک وايي دواړه قبیلې له قانون او ایین سره سم د دې ستونزې حل غواړي خو مسله ډېره پېچلې ده.

د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان وايي ډیر مشران لګیا دي‌ او د مسلې د هواري‌ هڅه کوي.

ده وویل، "په کار ده چې دواړه قبیلې له ایین او قانون سره سم د دې مسلې هواري ته غاړه کښېږدي ، له تشدده لاس واخلي ګني نو موږ مجبور یو چې بیا قانوني ګام واخلو."

د خدي او مچي خیلو ترمنځ یاده شخړه له کلونو راهسې روانه ده. تر دې وړاندې یې په ۲۰۰۴م کې ، بیا په ۲۰۱۸ز او اوس یې بیا سر راپورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG