د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د ځمکې لانجې پر سر د ګرفتاریو ضد ناسته دوام لري


د اوربند ټینګښت لپاره د ملېشې سرتېري مرغې چینې ته ورغلي - د جولای دویمه
د اوربند ټینګښت لپاره د ملېشې سرتېري مرغې چینې ته ورغلي - د جولای دویمه

په کورمه کې د بالشخېلو او ابراهیمزیو خلکو د مرغې چینې د ځمکې لانجې پر سر د جګړې له وجې پر ځايي مشرانو د پولیسو اېف ای ار او ګرفتاریو ضد احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی.

دوی د جولای له اوومې راهیسې پرلت وهلی او وايي، پولیس دې دایر رپورټ ختم کړي ځکه چې په وینا یې پکې د بېګناه کسانو نومونه شامل دي او ورڅخه یې ځینې ګرفتار هم دي.

په احتجاج کې شامل د بالشخېلو جوهر حسین مشال راډیو ته وویل، کله چې یې ډزبندي کوله نو حکومتي چارواکو ورسره ژمنه کړې وه چې ګرفتارۍ به نه کوي خو د هغه په وینا اوس حکومت له خپلې ژمنې اوښتی او د هغوی پر مشرانو یې پرچې کټ کړې دي.

په مرغې چینه کې پر شاملاتي ځمکه د ابراهیمزیو، بالشخېلو او پاړه څمکنو ترمینځ د شوې جګړې دوه ایف اي اره شوي، چې یو یې د جون په ۲۹مه او بل یې د جولای په دوهمه نېټه درج شوی خو د سیمې مشران وايي، پولیسو په دوهم اېف ای ار کې شامل کسان نیولي خو د لومړي هغه کسان یې نه دي نیولي.

پولیسو د نیولو شویو کسانو پر ضد د دهشت ګردۍ، قتل او داسې نورو جرمونو دفعې لګولې دي.

د ګرفتاریو په اړه د پولیسو ضلعي مشر محمد قریش خان له خبرو انکار وکړ خو د سیمې یو انتظامي مشر ایډیشنل مرستیال کمېشنر یوسف هارون وویل، اوس قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې دي نو د مشرانو خلاف د اېف ای ار یا د پرچو ختمول د هغوی په وس کې نه دي. هغه وايي، د سیمې مشران کولی شي چې عدالت ته لاړ شي او کومک وغواړي.

یوسف هارون زیاته کړه، د ناستې ختمولو لپاره یې له خلکو سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

په کورمه کې ۱۰ ورځی وړاندی د مرغې چینې پر شاملاتي ځمکه د ابراهیمزیو، بالشخېلو او پاړه څمکنو ترمینځ پنځه ورځې جګړه شوې وه چې پکې ۱۲ کسان مړه او تر ۴۰ زیات زخمیان شوي ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG