د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي حکومت دې د ځنګلونو وهلو مخه ونیسي


د شکۍ سیمې نوي کوټ یو اوسېدونکي رحمان الله مشال راډیو ته وویل چې وطن یې په ځنګلونو ښکلی دی او هغه ډېر په پراخه کچه وهل کېږي.
د شکۍ سیمې نوي کوټ یو اوسېدونکي رحمان الله مشال راډیو ته وویل چې وطن یې په ځنګلونو ښکلی دی او هغه ډېر په پراخه کچه وهل کېږي.

د جنوبي‌ وزیرستان اوسېدونکي وايي ، د لرګیو تاجران هلته په پراخه کچه د ځنګلونو وهلو ته دوام ورکړی دی.

د دوي‌ په وینا ځايي‌ انتظامیه د بدر او شکۍ په سیمه کې د وهل کېدونکو ځنګلونو په ژغورلو کې په مکمله توګه ناکامه شوې ده.

د شکۍ سیمې نوي کوټ یو اوسېدونکي رحمان الله مشال راډیو ته وویل چې وطن یې په ځنګلونو ښکلی دی او هغه ډېر په پراخه کچه وهل کېږي.

د مندتې کلي اوسېدونکی حضرت علي وايي چې د ضلعې د ځنګلونو اداره دې د هغو کسانو خلاف ګامونه پورته کړي چې ځنګلونه وهي.

ده وویل چې که ضلعي انتظامیه د ځنګل وهونکو خلاف ګامونه اخلي نو ځايي ولسونه به د انتظامیې پوره ملاتړ وکړي.

د کمال احمد په نامه یو بل ځايي کس تور پورې کړ چې د ځنګلونه ادارې چارواکي نشته خو پولس له ځنګل وهونکو څخه پېسې واخلي او بیا یې پرېږدي.

ده وویل چې ځینې خلک بیا ځنګلونه وهي او هم هلته یې سوځوي او سکاره ترې جوړوي.

د ده په وینا، د پولیسو چارواکي له ځنګلونو پورته کېدونکي لوګي په خپلو سترګو ویني خو بیا یې هم د مخنیوي لپاره څه نه کوي.

په جنوبي وزیرستان کې د وهل شوي ځنګل لرګي
په جنوبي وزیرستان کې د وهل شوي ځنګل لرګي

خو د جنوبي‌ وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي دا خبره رد کړه چې ګواکې پولیس له دې ځنګل وهونکو پېسې اخلي.

ده وویل چې که له چا سره په دې اړه څه ثبوت وي نو دوی ته یې ورکولای شي او دوی به د هغو پولیسو پرضد ګامونه پورته کوي.

نوموړي وویل چې د ځنګلاتو محکمې ته یې ویلي‌ چې پولیس به یې امنیت ساتي او دوی دې ځنګل وهونکو مخ نیوي لپاره ګامونه واخلي.

د شوکت علي په وینا، پولیس اجازه نه لري چې په نورو ادارو کې له خپلې مخې مداخلت وکړي.

د جنوبي‌ وزیرستان مرستیال کمشنر خالد اقبال مشال راډیو ته وویل چې په غیرقانوني توګه د ځنګل وهونکو خلاف به ډېر زر ګامونه پورته کړي.

د شکۍ اوسېدونکو دا هم وویل چې ځنګل وهونکي‌ لرګي او سکاره د انګور اډې له لارې افغانستان ته وړي.

XS
SM
MD
LG