پېښور کې د کندهار قربانيانو او قهرمان د جنازې غايبانه لمونځ

نن په باچا خان مرکز پېښور کې د کندهار د پرونۍ پېښې د قربانيانو او د اکتوبر پر ۱۷مه په هلمند کې د وژل شوي افغان پارليماني غړي عبدالجبار قهرمان د جنازې غايبانه لمونځ ادا کړل شو. په لمانځه کې په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ پر چارواکو او د عوامي نېشنل ګوند پر غړیو سربېره په لسګونه کسانو برخه واخيسته.

د جنازې تر لمانځه وروسته د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرېټري میا افتخار حسېن د وينا پر مهال په افغانستان کې پر وروستیو ترهګریزو پېښو خواشیني وښوده او ویې ویل چې دا ډول پېښې غندي او دا په افغانستان کې د کېدونکو ټولټاکنو د مخنیوي یوه دسیسه بولي. نوموړي په خپله وينا کې افغان چارواکي وستایل چې په کړکېچنو حالاتو کې هم ټاکنې کوي.

دا هم وګورئ: افغان ولسمشر د کندهار د برید پلټنو امر وکړ

دا هم وګورئ: قهرمان به ویل: ځواکونه ډېر لرو خو ستونزه په مشرتابه کې ده

افتخار حسېن جنرال عبدالرازق او عبدالجبار قهرمان د "امن شهیدان" او د هغوی وژونکي د " امن دښمنان" وبلل او ویې ویل چې د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې په رڼا کې به په پښتون وطن کې د امن لپاره د دوی هڅې روانې وي.

دا هم وګورئ: عبدالرازق: د کندهار برید حقاني او ای اېس ای پلان کړی وو

تر لمانځه وروسته د افغان کونسلګرۍ چارواکي محمد هاشم نيازي ګډونوالو ته وويل چې د افغان جګړې د خاتمې يوازينۍ حل لاره خبرې اترې او سوله ده. د کندهار په پرونۍ پېښه کې د ولايت د پولیسو مشر جنرال عبدالرازق او استخباراتي چارو مشر جنرال عبدالمومن حسین خېل وژل شوي ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جنرال عبدالرازق څوک و؟