د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت راته ۶۷ ځل له ځانمرګي بريده د ځان ساتنې خبرداری راکړی"


ميا افتحار حسېن
ميا افتحار حسېن

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سيکريټري ميا افتخار حسېن ته حکومت يو بل نوټس ورليږلی چې ترهګر د هغه د وژلو پلان لري.

نوموړي د ستمبر په لسمه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې ده ته ويل شوي چې پاکستاني طالبانو ورپسې يو ځانمرګی بريد وراستولی دی نو ځکه بايد له کوره وتلو کې احتياط وکړي.

ميا افتخار حسېن زياته کړه چې حکومت ورته په ډېر تفصيل سره د ممکنه ځانمرګي بريد کوونکي معلومات ورکړي دي. هغه پوښتنه کوي چې که دومره ډېر معلومات د حکومت سره شته نو بيا دغه کس ولې نه نيول کېږي؟ ((ما ته یې تصوير هم رالېږلی چې دغه کس درباندې ځانمرګی بريد کوي. نو پکار خو دا ده چې دغه ترهګر ونيول شي. زه حېران يم چې زه ولې هدف يم. زه خو نه د حکومت برخه يم او نه هم د پاليسۍ جوړولو. حکومت بايد تحقيقات وکړي چې ماته دومره لوی خطر په کوم بنياد دی؟))

دا لومړی ځل دی چې له ځانمرګي بريد مخکې د ممکنه ځانمرګي بریدکوونکي تصوير هم پوليسو سره شته دی.
ميا افتخار حسېن

د يادونې ده چې د جولای پنځه ويشتمې ټاکنو څخه مخکې هم امنيتي ادارو د ځينو سياسي مشرانو د نومونو ليست خپور کړی وو او ويلي يې وو چې دوی ته د ترهګرو له خوا ځانګړی خطر موجود دی. د همدغو ټاکنو د کمپاين پر مهال د ميا افتخار حسېن د ګوند يو بل مشر هارون بلور په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو چې زمه واري يې تحريک طالبان پاکستان پر غاړه واخيسته.

ميا افتخار حسېن ته ورپېښ ګواښ په اړه مو د هغه په سيمه، نوښار کې د پوليسو سره خبرې وکړي. هلته يو پوليس افسر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې ميا افتخار ته اوه کسه پوليس ورکړل شوي او د حفاظت لپاره يې د نورو ورکولو اراده هم لري خو نوموړی وايي ستونزه د پوليسو په ګمارنې نه حلېږي. ((زه امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو ۷ ځل په ليکلي او ۶۰ ځل په ټيليفون خبر کړی یم چې ژوند ته مې خطر دی. ۷ پولیس يې راکړي او نور هم راکوي. زه دومره وس نه لرم چې دومره ډېر پوليس دې د ځان سره وساتم. دوی ځای غواړي، خوراک څښاک غواړي. مسله به داسې حلېږي چې حکومت پر ما د بريد اراده لرونکی مشکوک ترهګر ونیسي.))

په ۲۰۱۰ کال کې د ميا افتخار حسېن زوی هم د وسله والو په بريد کې وژل شوی وو. د نوښار پوليس چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې د استخباراتي ادارو له خوا ورسره د شريکو کړو معلوماتو تر مخه پر ميا افتخار حسېن د ممکنه ځانمرګي بريد مخنيوي او مشکوکو حمله کوونکو د نيولو هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG