د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکاټ مېلر: جنرال عبدالرازق مې ښه دوست او وطنپال افغان وو


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژنې ته د اشارې په ترڅ کې وايي چې ده خپل او د افغانستان یو ډېر ښه دوست او وطنپال افغان له لاسه ورکړی دی.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ټوېټر په یوه پیغام کې د جنرال مېلر له قوله لیکلي چې نوموړی وايي، دی د دې پېښې له کبله د افغانستان ټولو خلکو ته تسلیت وايي.

جنرال رازق په پنجشنبه د کندهار والي په دفتر کې په ډزو ووژل شو.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي پوځي افسر ډیویډ بوټلر له خولې چې د کندهار د پېښې پر مهال دغلته موجود و، وايي چې د ډزو پر مهال د بریدګر له هدف روښانه وه چې هدف یې عبدالرازق و او امریکايي جنرال چې هم هلته نېږدې ولاړ و، هدف نه و.

چارواکي وايي، د کندهار د والي یوه ساتونکي هله ډزې وکړې چې د کندهار سیمه ییز چارواکي له یوې امنیتي غونډې پس په راوتو ول.

په غونډه کې جنرال مېلر هم ګډون کړی و، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې هدف یې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ناټو قوماندان سکاټ مېلر و.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي پوځي افسر ډیویډ بوټلر له خولې چې د کندهار د پېښې پر مهال دغلته موجود و، وايي چې د ډزو پر مهال د بریدګر له هدف روښانه وه چې هدف یې عبدالرازق و او امریکايي جنرال چې هم هلته نېږدې ولاړ و، هدف نه و.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان هم دا برید غندلی او د سولې د دښمنانو کار یې بللی دی.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي چې د پاکستان لوی درستیز دا حمله غندي.

ویاند، د لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه له قوله لیکلي دي چې نوموړی وايي، د افغانستان سوله د سیمې د سولې لپاره خورا مهمه ده.

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي هم په دې برید سخت خپګان ښودلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG