د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په ټانک کې د جنوبي وزیرستان یو قبایلي مشر وژلی


پولیس وايي، وسله والو پر ملک فضل الرحمان د ټانک په بازار کې برید وکړ - انځور له ارشیفه.
پولیس وايي، وسله والو پر ملک فضل الرحمان د ټانک په بازار کې برید وکړ - انځور له ارشیفه.

د خيبر پښتونخوا په ټانک کې وسله والو د جنوبي وزيرستان د مسيد مچيخېلو قبيلې مشر وژلی دی.

د ټانک ښار د تاڼې مشر ګل ولي د فبرورۍ پر ۲۵مه، مشال راډيو ته وويل چې وسله والو پر ملک فضل الرحمان د پنجشنبې (زیارت) پر ماښام شاوخوا شپږ بجې هغه وخت په ټانک بازار کې بريد وکړ چې نوموړی خپل کور ته پر لاره وو.

د وژلي قبایلي مشر د کورنۍ غړو مشال راډيو ته ويلي چې هغوی له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده. پر نوموړي د بريد مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۲مه د ټانک په جنډولې سيمه کې د امن کمېټۍ مشر نصر الله هم د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې وژل شوی وو.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې له هغې سیمې څخه ګڼې کورنۍ د ټانک او ډېره اسماعیل خان په ګډون د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو ښارونو ته کډوالې شوې. تر عملیاتو بشپړېدو وروسته زیاتره کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې شوې خو یوشمېر یې لا هم په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې پرتې دي. له دې پرته د جنوبي وزیرستان د انتظامیې دفترونه هم په ټانک کې دي چې له وجې یې د هغې قبایلي ضلعې خلک د سرکاري کارونو لپاره هم هغه ښار ته ځي.

له تېرې څه مودې راهيسې په وزيرستانونو او ورسره نېږدې په ډېره اسماعیل خان او ټانک کې هدفي بريدونه زیات شوي چې ځايي اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.

وزيرستانيان له حکومته غوښتنه کوي چې د دغو بریدونو مخه دې ونیسي.

پولیس وايي، هڅه کوي چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي او پوځ وايي چې په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې یې د وسله والو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې همداراز، له تېرو څه د پاسه ۱۵ کلونو راهیسې د ځمکلاندې او د سړک تر غاړې د ښخو بمونو چاودنې او بریدونه کېږي چې پکې د امنیتي سرتېرو، امن کمېټیو غړو او مشرانو په ګډون لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جنورۍ پر ۱۸مه د جنوبي وزيرستان د سره روغه تحصيل په وچه خوړه سیمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د اېف سي ځواک یو سرتېری وژل شوی وو او دوه زخمیان شوي ول. د هغې حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د پاکستان حکومت وايي، پوځ په سیمه کې د ځمکلاندې بمونو د پاکولو بهیر ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG