د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې په هدفي برید کې دوه کسان وژل شوي


د وزيرستان د ځوانانو تنظيم مشر نور اسلام داوړ د وژنې پرضد احتجاج کې د هغه د قاتلانو د نيولو غوښتنه شوې وه.
د وزيرستان د ځوانانو تنظيم مشر نور اسلام داوړ د وژنې پرضد احتجاج کې د هغه د قاتلانو د نيولو غوښتنه شوې وه.

د شمالي وزیرستان د پولیسو او ځايي خلکو په وینا د سېپټېمبر پر درېیمه نېټه نامعلومو وسله واله هلته دوه تنه په ډزو وژلي دي.

د دوی په وینا نامعلومه وسله والو د میرعلي حیدر خیلو د بابر خیل سیمې اوسیدونکی دوست الله او صنیب خان په ډزو وژلي او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د میرعلي پولیسو تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چی دوی د نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده او پلټنې کوي.

دا په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۱م کال په ترڅ کې تر اوسه ۴۲مه هدفي وژنه ده.

تر دې وړاندې د شمالي وزیرستان د ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام داوړ په ګډون یو شمېر مهم ځايي‌ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام داوړ د اګست پر ۲۷مه په يو هدفي برید کې وژل شوی و او چا یې د وژنې ذمه واري نه وه منلې.

د وزيرستان د ځوانانو تنظيم مشر نور اسلام داوړ د وژنې پرضد احتجاج کې د هغه د قاتلانو د نيولو غوښتنه شوې وه.

د اګست پر ۳۰مه د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې شوې احتجاجي مظاهرې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وويل چې دوی امن غوښتی خو په وينا يې د امن په نوم يې ملګري وژل کېږي. د ده په وينا، د دې وژنو پرضد بايد په ګډه احتجاج وشي.

مظاهرې ته د پاکستان قامي اسمبلي کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ وويل چې په سيمه کې ناامني ورځ تر بله زياتېږي خو له بده مرغه حکومت يې د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

که څه هم د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي وايي چې دوی د هدفي وژنو مخنیوي او په دې کې د ککړو کسانو دذ نیولو هڅې کوي خو تر اوسه یې څوک نه دي نیولي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي‌ خلکو په وار وار په وزیرستان کې د روانې بدامنۍ او هدفي‌ وژنو پرضد پراخ احتجاجونه کړي دي.

دوی په دې احتجاجونو کې پوښتنه راپورته کوي چې د پاکستان حکومت او پوځ که په رښتیا سیمه له وسله والو پاکه کړې وي‌، نو بیا دا وژنې څوک کوي؟

پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور هم پورې کوي چې د دې بد امنیو ترشا په خپله د پاکستان "جاسوسي ادارې" لاس لري.

د پاکستان حکومت او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ تورونه ردوي او ادعا کوي چې په سیمه کې یې د وسله والو منظمې شبکې له منځه وړې دي او د روانو هدفي وژنو پرضد هم هلې ځلې کوي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې هلته د هدفي وژنو نه ختمېدونکې لړۍ روانه ده او دوی د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي.

په یاده سیمه کې تیر کال هم لږ تر لږه ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول.

XS
SM
MD
LG