د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک کې د امن کمېټۍ یو مشر په چاودنه کې وژل شوی دی


پولیس وايي د نصر الله د وژنې پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
پولیس وايي د نصر الله د وژنې پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د خیبرپښتونخوا د ټانک په جنډولې سیمه کې د امن کمېټۍ یو مشر نصرالله وژل شوی دی.

د جنډولې تاڼې یو پولیس افسر طاوس خان د فبرورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال رېډيو ته وویل چې نصرالله په سور کلي کې خپل کور ته پلی روان وو چې د سړک غاړې بم چاودنه وشوه چې پکې هغه ووژل شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا د رېموټ کنټرول بم برید وو که د پخواني ښخ بم چاودنه وه خو پولیس وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په جنډولې او جنوبي وزیرستان کې له تېرو څه د پاسه ۱۵ کلونو راهیسې د ځمکلاندې او د سړک تر غاړې د ښخو بمونو چاودنې او بریدونه کېږي چې پکې د امنیتي سرتېرو، امن کمېټیو غړو او مشرانو په ګډون لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جنورۍ پر ۱۸مه د جنوبي وزيرستان د سره روغه تحصيل په وچه خوړه سیمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د اېف سي ځواک یو سرتېری وژل شوی وو او دوه نور زخمیان شوي وو. د هغې حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د پاکستان حکومت وايي، پوځ په سیمه کې د ځمکلاندې بمونو د پاکولو بهیر ته دوام ورکړی او د وسله والو ضد عملیات کوي چې امنیت یې باوري کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG