د لاسرسي ځای

تازه خبر

درې مسید جرګه: حکومت دې د ولسونو ځورولو پر ځای وسله وال ونیسي


د درې مسیدو مشران دړکه کوي چې پوځ او حکومت دې د عامو ولسونو ځورول بند کړي کنه نو هغوی به د احتجاج په ډول سیمه حکومت ته پرېږدي او نورو سیمو ته به کډې وکړي. 
د درې مسیدو مشران دړکه کوي چې پوځ او حکومت دې د عامو ولسونو ځورول بند کړي کنه نو هغوی به د احتجاج په ډول سیمه حکومت ته پرېږدي او نورو سیمو ته به کډې وکړي. 

د درې مسیدو مشرانو، د يوې جرګې له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د امن قایمولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.

دا جرګه د جنورۍ پر ۲۱مه، د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمېشنر په دفتر کې وشوه.

د جرګې يو مشر ملک سعيد انور مشال راډيو ته وويل چې يو ځل بيا دوی له حکومتي چارواکو سره پر بيلا بېلو مسئلو خبرې وکړې چې پکې تر ټولو لويه مسله، د امن و امان وه. ده وويل چې په سيمه کې امنيتي حالات سم نه دي او دوه ورځې مخکې په ټېټ سروې سيمه کې پر خلکو له تشدد سره حالات نور هم خرابيدې شي.

هغه وویل:"که د وزیرستان همداسې حال وي، لکه چې روان دی، نو قام به مجبورېږي چې یو ځل بیا به کډې باروي ځکه چې د امن ساتل د حکومت کار دی او چې حکومت د امنیت په ټینګولو کې پاتې راشي نو ولسونه به نور څه کوي؟"

نوموړي دا هم وویل چې که مسئله حل نه شوه نو په لوی احتجاج به لاس پورې کولو ته مجبور شي.

د جنورۍ پر ۱۸مه د جنوبي وزیرستان په سره روغه سیمه کې پر پاکستاني پوځ د یو بمي برید نه پس، پوځ د ځايي خلکو ګرفتاري شروع کړې ده.

د سیمې مشران وايي، برید د هغوی له کورونو ډېر لرې واټن کې وشو خو ملېشه ځواکونه د هغوی کلي ته لاړل او ځوانان یې ګرفتار کړل. مشران وايي، د هغوی ځوانان بې ګناه نیول شوي ځکه چې بریدونه وسله وال کوي او حکومت پر ځای د دې چې د بریدګرو مخه ونیسي، ولسي خلک ځوروي.

د درې مسیدو مشران دړکه کوي چې پوځ او حکومت دې د عامو ولسونو ځورول بند کړي کنه نو هغوی به د احتجاج په ډول سیمه حکومت ته پرېږدي او نورو سیمو ته به کډې وکړي.

درې مسيدو تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۳۰مه، د روانې جنورۍ مياشتې پر درېیمه او ۱۱مه هم په ټانک کې جرګه او احتجاج کړی و او په سيمه کې يې د امنيت راوستلو غوښتنه تکرار کړې وه.

بلخوا د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر فرحان خان مشال راډيو ته وویل چې د پخوا په نسبت په جنوبي وزيرستان کې امنيتي حالات ښه شوي دي او مقامي انتظاميه او امنيتي ځواکونه به په سيمه کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره هر ممکن کوششونه کوي.

نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د امنیت په ټینګولو کې دې له حکومت سره مرسته وکړي، ځکه چې د هغه په وینا تر څو د ولسونو ملاتړ نه وي، امنیتي ځواکونه په یوازې ځان حالات نشي ښه کولی.

XS
SM
MD
LG