د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه محمود قریشي: عمران خان راتلونکو ورځو کې د دوو صوبايي اسمبلیو ماتولو نیت لري


د تحریک انصاف مخکښ مشر شاه محمود قریشي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال - پخوانی انځور.
د تحریک انصاف مخکښ مشر شاه محمود قریشي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان تحریک انصاف یو مخکښ مشر شاه محمود قریشي وايي، د ګوند د مشر عمران خان "خواهش دی" چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبې د اسمبلیو ماتول "و نه ځنډېږي."

تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په پنجاب کې د اېتلافي حکومت لوی ګوند دی. خان د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بیا بیا د دواړو اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی دی چې په دې ډول وفاقي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبور کړي.

قریشي د ډېسېمبر پر اوومه په لاهور کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د لوړپوړو سیاستوالانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د ګوند مشر د اسمبلیو ماتولو نیت کړی دی. "عمران خان په راتلونکو ورځو کې د خیبر پښتونخوا او د پنجاب د اسمبلیو ړنګولو اراده لري. زموږ خواهش دی چې تر روژې مخکې انتخابات شوي وي او نوي حکومتونه جوړ شوي وي. له دې ښکاري چې د عمران خان خوښه ده چې د اسمبلیو ماتول دې نه ځنډېږي."

ټاکل شوې چې د روژې میاشت د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر ۲۲مه یا ۲۳مه پیل شي.

قریشي د اسمبلیو ړنګولو مشخصه نېټه یاده نه کړه خو پخواني وزیراعظم عمران خان د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې د حکومت پرضد د لاریون ختمولو پر مهال په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی وو.

تر دې وروسته د خیبر پښتونخوا او پنجاب اعلاوزیرانو ویلي ول چې که عمران خان ورته ووايي نو د اسمبلیو ړنګولو ته تیار دي.

وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي - پخوانی انځور.
وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي - پخوانی انځور.

خو د پاکستان وفاقي حکومت وايي، تحریک انصاف دې اقدام ته نه پرېږدي او د اعلاوزیرانو پرضد یې د عدم اعتماد تحریکونه وړاندې کوي.

البته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مخالفه عوامي نیشنل ګوند سیاستوال خوشدل خان ته نه ښکاري چې عمران خان به واقعي اسمبلۍ ماتې کړي. "نه د پنجاب وزیراعلا او نه د پښتونخوا اعلاوزیر غواړي چې اسمبلۍ دې ماتې شي او صوبايي حکومتونه دې ختم شي. زما په اند عمران خان هم نه غواړي ځکه چې دا صوبايي حکومتونه د هغه مورچې دي. [بل] عمران خان پخوا هم له خپلو ډېرو فیصلو په شا شوی دی."

د پارلېماني چارو پوهان وايي، که د پنجاب او خیبر پښتونخوا اعلاوزیران اسمبلۍ ړنګول غواړي نو طریقه یې په ایین کې شته او دا کار په دوو ورځو کې کېدای شي.

خبریال لحاظ علي وايي، اعلاوزیر د اسمبلۍ د ماتولو قانوني واک لري. "د یو صوبې اعلاوزیر که غواړي چې اسمبلي تحلیل کړي نو هغه به یې د ماتولو [فرمان] ګورنر ته لېږدوي او که په دوو ورځو کې یې ګورنر لاسلیک نه کړي هم نو د قانون او ایین مطابق تر ۴۸ ساعتونو وروسته به اسمبلي خپله تحلیل بلل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي ول چې که وفاقي حکومت په مارچ کې انتخابات کوي نو دی ورسره د سیاسي اختلافاتو هواري لپاره خبرو ته تیار دی خو حکومت وايي، مشروط مذاکرات نه کوي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۰مه نېټه په قامي اسمبلۍ کې د تحریک عدم اعتماد له لارې له وزیراعظمۍ ګوښه شوی وو چې تر هغې وروسته د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف د اپريل پر ۱۱مه د پاکستان د ۲۳م وزيراعظم په توګه وټاکل شو. عمران خان له هغه وخت راهیسې په ملک کې احتجاجونو ته دوام ورکړی او غوښتنه کوي چې اوسنی حکومت دې ژرترژره په ملک کې تر وخت وړاندې عام انتخابات اعلان کړي.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په پاکستان جمهوري غورځنګ کې د شریکو ګوندونو حکومت وايي، عام انتخابات به په ایین کې له ټاکل شوي‌ وخت سره سم ترسره کېږي.

په پاکستان کې د اوسنیو اسمبلیو موده د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې پوره کېږي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې، تر هغې وروسته به د درو میاشتو لپاره لنډمهاله حکومت ټاکل کېږي چې به په ملک کې عام انتخابات کوي.

دې هر څه ته په کتو، امکان شته چې په پاکستان کې عام انتخابات د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر یا نومبر میاشت کې وشي.

البته د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په کراچۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې " که ضرورت وو نو انتخابات تر یو کاله ځنډېدای هم شي."

XS
SM
MD
LG