د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي او شمالي وزیرستان د دوو قومونو ترمینځ د ځمکې لانجې له وجې نښتې شوې دي


د پاکستانیو پوځیانو ګاډي د جنوبي وزیرستان له یوې سیمې د تېرېدو پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستانیو پوځیانو ګاډي د جنوبي وزیرستان له یوې سیمې د تېرېدو پر مهال - پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان د شکتوی د میرخانیو او د شمالي وزیرستان د بهادر وزیرو ترمینځ د سیمې د پولې پر سر د لانجې له وجې له یوې اوونۍ راهیسې نښتې روانې دي.

د هغې سیمې اوسېدونکي وايي، دواړه خواوې د یو بل پر ضد لویه او وړه وسله کاروي چې پکې دوه کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.

د شکتوی یوه مشر ملک سعید انور د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د جنوبي او شمالي وزیرستان پر پوله د مسیدو او وزیرو ترمینځ پخوانۍ لانجه ده چې د دواړو ضلعو انتظامي او پوځي چارواکو یې د هواري لپاره جرګه کړې وه.

دی وايي، د سېپټېمبر په پیل کې په شوې جرګه کې فیصله شوې وه چې د دواړو ضلعو پولیس به لانجمنې ځمکې ته ورځي او د مسلې تر هواري پورې به هلته پراته وي خو دا پرېکړه عملي نه شوه.

د سیمې اوسېدونکو له مشال راډيو سره په خبرو کې له انتظامي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې ژرترژره دې اوربند وکړي او بیا دې د لانجې د هواري لارې چارې ولټوي.

د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر امجد معراج وايي، خپل یو مرستیال یې شکتوی ته استولی چې هلته یې درې ورځې تېرې کړې.

دی وايي، انتظامي چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د سیمې له مشرانو سره خبرې وکړې او د پولیسو پر ځای پر ځای کولو یې ټینګار وکړ خو دا کار تر اوسه د رواجي مشکلاتو له وجې نه دی شوی. خو ده یې په اړه نور معلومات ور نه کړل.

په تېرو وختونو کې په جنوبي وزیرستان کې دننه هم د بېلابېلو قومونو ترمینځ د ځمکو لانجو پر سر نښتې شوې دي چې د ځاني ترڅنګ یې مالي تاوانونه هم اړولي دي.

د سیمې انتظامیه وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته یې د ځمکو د لسیزو پخوانیو لانجو د هواري لپاره هڅو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG