د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ضمني بلدیاتي انتخاباتو نارسمي نتیجې: زیاتې څوکۍ ازادو نوماندانو ګټلې دي


په خیبر ضلع کې یو کس په بلدیاتي انتخاباتو کې خپله رایه کاروي - پخوانی انځور.
په خیبر ضلع کې یو کس په بلدیاتي انتخاباتو کې خپله رایه کاروي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په ۲۱ ضلعو کې د ضمني انتخاباتو نارسمي او غیر حتمي نتیجې ښيي چې زیاتره څوکۍ ازادو یا خپلواکه نوماندانو ګټلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۷مه د خیبرپښتونخوا وګړو د باجوړ، خيبر، پېښور، مردان، نوښار او چارسدې په ګډون د ۲۱ ضلعو د ۶۵ کليوالو (وېلېج) او ګاونډ (نېبرهوډ) شوراګانو د استازو ټاکلو لپاره ووټونه وکارول.

د رایې اچونې بهیر د اګست د پېښور پر وخت سهار اته بجې پیل شو چې د انتخاباتي کمېشن په وینا، بې له ځنډه د مازیګر تر پینځو پورې روان وو.

د صوبې انتخاباتي چارواکو په خبره، د انتخاباتو لپاره یې ۲۵۶ رایې ورکونې مرکزونه (پولېنګ سټېشنونه) جوړ کړي ول چې پکې تر ۱۶۰ زيات د امنيت له پلوه حساسه ګرځول شوي ول. چارواکي وايي، په انتخاباتو کې تر ۳۰۰،۰۰۰ زیات کسانو خپل ووټ کارولی شو.

تر اوسه ترلاسه شوې غیر حتمي او غیر سرکاري پایلې ښيي چې په انتخاباتو کې ۴۰ څوکۍ ازادو امېدوارانو ګټلې دي.

له نارسمي نتیجو سره سم، پاکستان تحریک انصاف ۱۴، جمعیت علمای اسلام (ف) شپږ، جماعت اسلامي پینځه، عوامي نیشنل ګوند څلور، پیپلز ګوند دوه او تحریک لبیک پاکستان یوه څوکۍ ګټلې ده.

په خیبر پښتونخوا کې انتخابات پر هغو څوکيو وشول چې د بلدياتي استازو د مړینې یا استعفاګانو له کبله خالي شوې وې او یا هم د نوماندۍ اسنادو (کاغذات نامزدګي) د نه جمع کولو له کبله خالي پرتې وې.

تر ۲۰۱۸ز کاله پورې په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي حکومتونو نظام په درو څانګو وېشل شوی وو چې پکې د کلي، تحصیل او ضلعې هغه شامل وو. خو په ۲۰۱۹ز کال کې د بلدیاتي ادارو په قانون کې تر ترمیم وروسته دا حکومتونه اوس په کلي، ګاونډ او د تحصیل په کچه دي.

۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر او د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې په خیبرپښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدیاتي انتخابات شوي ول. د قبایلي ضلعو بلدیاتي ادارو تر څنګ د خیبر پښتونخوا نورو ضلعو استازي هم د پیسو د نه شتوالي او د حکومتي د نه پاملرنې شکایتونه کړي ول.

د خیبر پښتونخوا نګران حکومت چارواکي وايي کوښښ‌کوي چې د بلدياتي انتخاباتو پر وخت ټاکل شويو چارواکو ته هغه پیسې ورسېږي چې د قانون له مخې یې حق جوړېږي. د چارواکو په خبره، په دې اړه یې له ځايي منتخبو کسانو سره خبرې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG