د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ۲۱ ضلعو کې ضمني بلدیاتي انتخابات شوي دي


په پېښور کې یوشمېر ښځې په بلدیاتي انتخاباتو کې د رایې اچونې له مرکزه بهر ولاړې دي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوشمېر ښځې په بلدیاتي انتخاباتو کې د رایې اچونې له مرکزه بهر ولاړې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په ۲۱ ضلعو کې تر ضمني بلدیاتي انتخاباتو وروسته د رایې شمېرنې بهیر روان دی.

د رایې اچونې بهیر د اګست پر ۲۷مه د پېښور پر وخت سهار اته بجې پیل شو چې د انتخاباتي کمېشن په وینا، بې له ځنډه د مازیګر تر پینځو پورې روان وو.

انتخاباتي کمېشن د رایې اچونې د بهیر تر ختمېدو شاوخوا نیم ساعت مخکې پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې وویل چې تر ټاکلي وخت وروسته یوازې هغو ته د ووټ کارولو اجازه ورکوي چې وار له مخه د رایې ورکونې مرکزونو (پولېنګ سټېشنونو) دننه په انتظار ول.

کمېشن په بیان کې د ووټونو شمېرلو پر مهال د سخت امنیت سپارښتنه کړې ده.

ضمني بلدياتي انتخابات د خیبرپښتونخوا د باجوړ، خيبر، پېښور، مردان، نوښار او چارسدې په ګډون د ۲۱ ضلعو د ۶۵ کليوالو (وېلېج) او ګاونډ (نېبرهوډ) شوراګانو د استازو ټاکلو لپاره وشول.

د صوبې انتخاباتي چارواکو په خبره، د دې لپاره یې ۲۵۶ رایې ورکونې مرکزونه (پولېنګ سټېشنونه) جوړ کړي ول چې پکې تر ۱۶۰ زيات د امنيت له پلوه حساسه ګرځول شوي ول.

چارواکي وايي، په انتخاباتو کې تر ۳۰۰،۰۰۰ زیات کسانو خپل ووټ کارولی شو.

په خیبر پښتونخوا کې انتخابات پر هغو څوکيو وشول چې د بلدياتي استازو د مړینې یا استعفاګانو له کبله خالي شوې وې او یا هم د نوماندۍ اسنادو (کاغذات نامزدګي) د نه جمع کولو له کبله خالي پرتې وې.

تر ۲۰۱۸ز کاله پورې په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي حکومتونو نظام په درو څانګو وېشل شوی وو چې پکې د کلي، تحصیل او ضلعې هغه شامل وو. خو په ۲۰۱۹ز کال کې د بلدیاتي ادارو په قانون کې تر ترمیم وروسته دا حکومتونه اوس په کلي، ګاونډ او د تحصیل په کچه دي.

۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر او د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې په خیبرپښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدیاتي انتخابات شوي ول. د قبایلي ضلعو بلدیاتي ادارو تر څنګ د خیبر پښتونخوا نورو ضلعو استازي هم د پیسو د نه شتوالي او د حکومتي د نه پاملرنې شکایتونه کړي ول.

د خیبر پښتونخوا نګران حکومت چارواکي وايي کوښښ‌کوي چې د بلدياتي انتخاباتو پر وخت ټاکل شويو چارواکو ته هغه پیسې ورسېږي چې د قانون له مخې یې حق جوړېږي. د چارواکو په خبره، په دې اړه یې له ځايي منتخبو کسانو سره خبرې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG