د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا: د بلدیاتي حکومت غړيو د واک او پيسو پر سر د احتجاج ګواښ کړی


په خیبر پښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدياتې ټاکنې شوې وې. پخوانی انځور
په خیبر پښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدياتې ټاکنې شوې وې. پخوانی انځور

د خېبر پښتونخوا د بلدیاتي حکومتونو منتخب غړو د حکومت پر ضد د احتجاج اعلان کړی دی. دوی وايي، صوبايي حکومت ورته فنډونه او اختیارات نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په صوبه کې په دوو پړاوونو کې بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۲۱م کال په ډېسېمبر او د ۲۰۲۲م کال په مې میاشتو کې تر سره شوي ول.

د صوبې د بلدیاتي ادارو د منتخبو غړو د کونسل مشر او د تحصیل مردان منتخب چيرمين حمایت الله مایار د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د دې احتجاجي ناستې لپاره د بلدیاتي ادارو د منتخبو غړو مشاورتي غونډه يې د نومبر په ۱۴مه د پېښور د ضلعي د اسمبلۍ په ودانۍ کې بللې ده:

"د بلدیاتي ټاکنو دا دی کال پوره کيږي، خو تر دې مهاله، موږ ته هيڅ اختیارات نه دي راکړل شوي. له دې نه علاوه، د منصوبه بندۍ او د ترقیاتي کارونو لپاره هم موږ ته د قانوني قاعدې ضرورت دی. تر اوسه د دې قوانینو حکومتي نوټیفیکیشن نه دی شوی. همدا رنګه تر اوسه د سوشل ویلفیر، کرکیلې، روغتیا او د نورو ولسي خدمتونو د ترسره کولو لپاره د تحصیل دفترونه تر اوسه نه دي جوړ شوي."

نوموړی وړاندې وايي، د ضلعي حکومتونو د نظام لپاره ضلعي دفترونه موجود دي خو د تحصیل په کچه بیا دفترونه نه دي جوړ شوي. د هغه په وینا که بلدیاتي نظام د تحصیل په کچه وي نو بیا بغیر له دفترونو کار څنګه ترسره کېدای شي.

تر ۲۰۱۸م کاله پورې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د بلدیاتي حکومتونو نظام په درو څانګو وېشل شوی وو چې پکې د کلي، تحصیل او ضلعې نظام شامل وو. خو په ۲۰۱۹م کال کې د بلدیاتي ادارو په قانون کې له ترمیم نه پس دا حکومتونه اوس په کلي، نیبرهوډ یا ګاونډ او د تحصیل په کچه مبني دي.

بلخوا د پېښور منتخب ښار وال او د بلدیاتي ادارو د منتخب غړو د کونسل مرستیال مشر زبیر علي د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د حکومت نه د غوښتنو یو نکاتي اېجنډا ده نور ترې هیڅ نه غواړي: "زموږ یوه غوښتنه ده او هغه دا چې د صوبايي حکومت لخوا د نافذ شوي قانون له مخې دا ټاکنې شوي، اوس له ټاکنو وروسته، دوی دوه ځله په قوانینو کې بدلونونه راوستل، موږ ته دا د منلو وړ نه دي."

نوموړی وړاندې وايي، زوړ قانون دې بحال شي چې ولس او ادارو ته ترې ګټه ورسېږي.


د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو پخواني وزیر عنایت الله خان د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې په اسمبلۍ کې یې په بیا بيا بلدیاتي حکومتونو ته د پیسو او د اختیاراتو ورکولو غوښتنه کړې خو حکومت سنجیده نه دی: " تر اوسه صوبايي حکومت بلدیاتي ادارو ته یوازې د مجوزه بودیجې اسناد استولي چې ترمخې به یې د هغوی په سیمه کې ترقیاتي کارونه ترسره کېږي خو د دغو کارونو د ترسره کولو لپاره یې فنډونه نه دي ورکړي."

نوموړی وايي، د دې ترڅنګ منتخبو غړو ته تر دې مهاله معاشونه هم نه دي ورکړل شوي. هغه زیاته کړه چې د دغه احتجاج ملاتړ کوي او د ګوند منتخب غړي به یې د احتجاج کوونکیو د صف په سر کې ودرېږي.

په بلدیاتي قانون کې د نوو بدلونونو پر ضد د بلدیاتي ادارو منتخبو غړو په پیښور های کورټ کې مقدمه درج کړې ده. د نومبر پر ۲۸مه به د دغې مقدمې اوریدنه د های کورټ لارجر بېنچ کوي، خو د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو صوبايي وزیر فیصل امین ګنډاپور وايي چې د بلدیاتو د منتخبو غړو د مشاهیرې منظوري صوباي کابينې ورکړې ده او د ترقیاتي فنډونو د ورکولو عمل به د های کورټ له پريکړې وروسته پیلېږي: "تر دې مهاله دغو منتخبو بلدیاتي ادارو خپلې رسمي غونډې، دسپیکرانو انتخاب او نوره پارلېماني کار روايي نه ده شروع کړې. نو تر کومه چې الېکشن کمیشن دا عمل نه وي ترسره کړی، موږ دغو ادارو ته فنډونه نه شو ورکولی."

نوموړي وړاندې وویل، د منتخبو غړو د مشاهيرې منظوري کابینې ورکړې ده، خو اوس پکار ده چې دا ادارې د رول مطابق خپلې غونډې راوبلي او د پارلیماني پروسې مطابق دې د ایوان د مشر، د حزب اختلاف د مشر او د سپيکر انتخاب وکړي. هغه ژمنه وکړه، کله چې دا ادارې مکملې شي نو هغوی به ورته فنډونه ورکړي.

د نوموړي په وینا، کارونه ولاړ نه دي بلکې په هره سیمه کې د بلدیاتي حکومتونو لخوا ترقیاتي کارونه روان دي.

د بلدیاتو صوبايي وزیر فیصل امين ګنډاپور وايي چې د بلدیاتي ادارو د منتخبو غړو د کونسل مشرانو سره په رابطه کې دی او غواړي چې د دوی هره ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

XS
SM
MD
LG