د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر ضلعې بلدياتي استازي واک او فنډونه غواړي


په خيبر پښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدياتې ټاکنې شوې وې. پخوانی انځور
په خيبر پښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدياتې ټاکنې شوې وې. پخوانی انځور

د خيبر ضلعې بلدياتو استازيو د خيبر پښتونخوا حکومت له خوا ورته د واک و اختيار د نه معلومولو او ورسره د فنډونو د نه ورکولو په اړه احتجاج کړی دی.

د جون پر اتمه نېټه په جمرود کې په شوې دې احتجاجي غونډه کې د بلدياتي ټاکنو پر مهال منتخب شويو چېرمېنانو، د ويلېج او نايبرهوډ کونسلرانو ګډون کړی و.

تر غونډې وروسته د لنډيکوتل تحصیل منتخب چېرمېن شاه خالد شینواری مشال راډیو ته وویل چې تر څو د ۲۰۱۹ز کال ترمیمي اېکټ (قانون) په اصل بڼه کې بحال نه شي، تر هغو پورې به احتجاج ته دوام ورکوي.

د احتجاجي غونډې يو بل ګډونوال او د جمرود تحصیل چېرمېن سید نواب اپرېدی مشال راډيو ته وويل چې بايد حکومت دوی ته ژر تر ژره فنډونه ورکړي.

ده زياته کړه: "[موږ] د ۲۰۲۱ز د ډېسېمبر پر۱۹ نېټه منتخب شوي یو، خو تر اوسه پورې مو نه دفتر شته او نه هم فنډونه. په جمرود تحصیل کې مې یوه خونه په خپله خرچه خلاصه کړې او د مختلفو محکمو معاینې مو پيل کړې دي."

د خیبر ضلعي د لوکل ګورنمنټ يا بلدياتي اداري مشر کاشف خان د دوی په غبرګون کې د جون پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وویل چې منتخب استازيو ته يې د فنډونو (پیسو) ورکول پيل کړي او د جولايي تر مياشتې پوري به دوی فنډونه بشپړ ترلاسه شي.

په خیبر ضلع کې په ۱۴۷ یونین کونسلونو کې ۱،۰۳۲ کونسلران او درې تحصیل چېرمېنان منتخب شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې په لومړي پړاو کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر۱۹مه او په دويم پړاو کې په ۱۸ ضلعو کې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه بلدياتي ټاکني شوې وې.

XS
SM
MD
LG