د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پښتنو سیمو زیاتره بلدیاتي انتخابات جمعیت علما اسلام او پښتونخوامېپ ګټلي


له مرکزي ښار کوټې پرته د بلوچستان په ټولو ضلعو کې دبلدیاتي انتخاباتو دریم پړاو د جولایي پر شپږمه وشو ـ پخوانی انځور.
له مرکزي ښار کوټې پرته د بلوچستان په ټولو ضلعو کې دبلدیاتي انتخاباتو دریم پړاو د جولایي پر شپږمه وشو ـ پخوانی انځور.

دا انتخابات د جولایي پر شپږمه د صوبې په ۳۴ ضلعو کې د چیرمین او مرستیال چیرمین د ټاکنې لپاره وشول.

په بلوچستان کي د بلدیاتي انتخاباتوپه وروستي پړاو کې په پښتون میشتو سیمو کې زیاتې څوکۍ د جمعیت علما اسلام ف او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو ایتلاف ګټلې دي.

دا انتخابات د جولایي پر شپږمه د صوبې په ۳۴ ضلعو کې د چیرمین او مرستیال چیرمین د ټاکنې لپاره وشول.

په کوټه کې د بلوچستان انتخاباتي کمېشن ویلي چې د صوبې په بېلا بېلو برخو کې د ۱۲۶۶ یونین کونسلونو نوی ټاکل شوي چیرمینان تر څوګند اخیستو وروسته د ضلعې د کونسلونو چیرمینان او مرستیالان وټاکل شي.

د انتخاباتو لپاره جمعیت علما اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند اتحاد کړی وو او په پښتون میشتو سیمو کې هغه ایتلاف تر ټولو زیاتې رایي اخیستې دي خو په بلوڅ میشتو سیمو کې پاکستان پیپلز ګوند او بلوڅ ملتپالو بری موندلی دی.

د عمران خان په مشرۍ پخواني واکمن ګوند تحریک انصاف هیڅ کاندید د چیرمین یا مرستیال چرمین څوکۍ نه ده ګټلې.

په بلوچستان کي د بلدیاتي انتخاباتو لومړی بهیر نېږدې یو کال مخکې شوی وو. دویمه مرحله یې د تېر ۲۰۲۲ز کال په ډیسمبر کې شوې وه. تر لومړي پړاو وروسته د بلدیاتي حکومت یو کال تېر شوی او درې نور کلونه وخت یې پاتې دی.

دا انتخابات د سپریم کورټ پر امر شوي دي. تر دې وړاندې په په ۲۰۱۹ز کال کې د صوبې بلدیاتي انتخابات د نورو وختونو په څېر تر کلونو ځنډیدلي ول. دا ځل هم په کوټه کې بلدیاتي انتخابات د ځنډ له وجې و نه شول.

په کوټه کې د لیاقت بازار د میټروپولیټن پخوانی کونسلر اسلم رند وایي د ابادۍ د زیاتوالي له وجې د کوټې ښاروالۍ انتخابات وځنډېدل.

هغه زیاته کړه '' د قانون ترمخه، هر هغه سیمه کې چې پنځه نفوس ولري، هغې ته میونسپل کارپوریشن او چې ۱۵ لکه ابادي ولري هغې ته میټروپولیټن ویل کېږي. له دې زیاتې ابادي والا سیمې ته ډان ټاون وايي خو د پاکستان یو ښار هم ډان ټاون نه دی نو ځکه بلدیاتي انتخابات د میټروپولیټن په کچه کېږي. ''

رند وویل د صوبایي اسمبلۍ د پرېکړې سره سم کوټه ښار میټروپولیټن او په ښاري او کلیوالو برخو تقسیم دی او په کلیوالو برخو کې تر ښاري سیمو ستونزې زیاتې وي.

په کوټه کې د انتخاباتو پر ځنډ ځینو فعالانو ناخوښي څرګنده کړې ده.

فعال احد اغا مشال راډیو ته وویل د پرمختیایي فنډ له وجې زیاتره سیاسي ګوندونو واک ته تر رسېدو وروسته ښکته طبقې ته د واک له انتقالولو ډډه کوي او د بلدیاتي انتخاباتو په لړ کې د ځنډ او خنډ څخه کار اخلي.

په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسېمبر پر اوومه شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې د منتخبو ادارو موده پای ته رسېدلې وه.

په پاکستان کې بلدیاتي ټاکنې د یونین کونسلونو، تحصیل او ضلعې حکومتونو لپاره کېږي. هغه حکومتونه د اړینو خدماتو لکه د اوبو رسولو، روغتیا، د ګنده اوبو اخراج او مدیریت، تعلیم، او د زیربناوو پراختیا په برخو کې کار کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG