د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي د اوکراینیو وګړو مرستو لپاره د ۵،۶ اربه ډالرو اړتیا ده


د اوکراین کورني بې ځایه شوي وګړي ډوډۍ او نورې خوراکي مرستې ترلاسه کوي - د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ شپږمې انځور.
د اوکراین کورني بې ځایه شوي وګړي ډوډۍ او نورې خوراکي مرستې ترلاسه کوي - د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ شپږمې انځور.

ملګرو ملتونو ویلي چې په اوکراین کې د بشري مرستو او هغو مېلیونونو کسانو چې له جګړه ځپلي هېواده تللي دي، لپاره د ۵،۶ اربه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.

ملګرو ملتونو د فبرورۍ پر ۱۵مه وویل چې له اټکل سره سم، دا وخت ۲۱،۸ مېلیونه اوکراینیان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت پر اوکراین د روسیې د "بې له پارونې" یرغل کال پوره کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټېن ګرېفېتس په یوه بیان کې وویل، "د جګړې له وجې هره ورځ په زیاتېدونکي شمېر کې وژنې او تباهۍ کېږي او جنګ د خلکو د کډوالېدو لامل کېږي."

بلخوا د اروپايي ټولنې د کمېشن مشرې ویلي، د لومړي ځل لپاره پر هغو ایرانيو بنسټونو د بندیزونو وړاندیز کوي چې په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې ښکېل دي.

د اروپايي ټولنې د اجراییوي څانګې مشرې اورسولا فن دېر لېین د فبرورۍ په ۱۵مه د پارلېمان غړو ته وویل چې وړاندیز شوي اقدامات به د د ایران له انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران انقلاب) سره د تړاو لرونکو کسانو پرضد وي.

هغې وویل په اقداماتو کې به نوي سوداګریز او د ټېکنالوژۍ پر برامد بندیزونه شامل وي. په دې کې بې پیلوټه الوتکې (ډرونونه)، توغندي او هېلېکاپټرونه هم شامل دي.

غربي هېوادونه پر تهران تور پورې کوي چې روسیې ته یې ډرون الوتکې ورکړې دي چې هغه یې د اوکراین په جګړه کې کاروي. خو ایران وايي، بې پیلوټه الوتکې یې تر جګړې مخکې په روسیې پلورلې وې.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې غربي هېوادونه به اوکراین ته د وسلو لېږد ته دوام ورکړي.

لایډ اسټن د فبرورۍ پر ۱۴مه په برسلز کې د ناټو دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پیل کې د ټانکونو، مهماتو او د هوایي دفاع نظام په ګډون د اوکراینیو سرتېرو د روزنې لپاره د هغو هېوادونو له خوا د اضافي مرستو اعلان وکړ چې د کییف ملاتړ کوي.

خو اسټن زیاته کړه چې د هغو جنګي الوتکو په اړه هېڅ اعلان نه لري، چې اوکراین يې له خپلو متحدینو څخه غوښتنه کړې ده.

د ناټو دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه په داسې حال کې شوې چې روسيو ځواکونو د فبرورۍ پر ۱۴مه په ختیز دونېڅک سیمه کې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې د اوکراین ښارونه بمبار کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG