د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي له غربي متحدانو څخه د جنګي الوتکو غوښتنه وکړه


زېلېنسکي د فبروۍ پر اتمه د برتانیې پارلېمان ته وینا وکړه.
زېلېنسکي د فبروۍ پر اتمه د برتانیې پارلېمان ته وینا وکړه.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له خپلو غربي متحدانو غوښتي دي چې د روسیو ځواکونو پرضد دې د جګړې لپاره ورته جنګي الوتکې ورکړي.

دا غوښتنه نوموړي د فبرورۍ پر اتمه د برتانیا د سفر پر مهال کړې ده. په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسي یرغل شاوخوا یو کال پوره کېږي، دا له هېواده بهر د زېلېنسکي دویم سفر دی.

نوموړي د برتانیې پارلېمان ته په "یوه تاریخي" وینا کې وویل، له لندن او نړیوالو یې "دا ساده او مهمه غوښتنه" ده چې د اوکراین د "ازادۍ ساتلو" لپاره دې ورته جنګي الوتکې ورکړي.

تر دې وروسته د برتانیې وزیراعظم رېشي سونک له زېلېنسکي سره یوځای خبري غونډې ته وویل، له کییف سره د پوځي مرستو په لړ کې پر "هر ډول امکاناتو غور" کېږي.

زېلېنسکي برتانیوي پارلېمان ته تر وینا وروسته د هغه هېواد له پاچا چارلس درېیم سره هم ولیدل او وروسته له سونک سره یوځای د برتانیې په جنوب غرب کې هغه مرکز ته هم ورغی چې پکې اوکرایني ځواکونه د برتانیویو چیلېنجر -۲ ډوله ټانکونو د استعمال روزنه ترلاسه کوي.

وزیراعظم سونک ویلي، هغه ټانکونه به راتلونکې میاشت په اوکراین کې د جګړې لپاره وکارېږي.

زېلېنسکي د فبرورۍ پر اتمه تر برتانیې وروسته فرانسې ته ورسېد او هلته یې له خپل فرانسوي سیال اېمانوېل مکرون او د جرمني له وزیراعظم اولاف شولڅ سره د ماښام ډوډۍ پر مهال خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG