د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا دفاع وزير ويلي ناټو اوکراين ته د وسلو لېږدولو ته دوام ورکوي


د امريکا دفاع وزير لایډ اسټن د فبرورۍ پر ۱۴مه په برسلز کې د ناټو دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډې ته وينا کې اوکراين ته پر وسلو لېږدولو ټينګار وکړ.
د امريکا دفاع وزير لایډ اسټن د فبرورۍ پر ۱۴مه په برسلز کې د ناټو دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډې ته وينا کې اوکراين ته پر وسلو لېږدولو ټينګار وکړ.

د امریکا دفاع وزیر ويلي هغه هېوادونو چې اوکراین ته یې وسلې لېږدولي، دې کار ته به دوام ورکړي چې دا ډول کییف د روسیې د یرغل پر وړاندی د ځان د دفاع لپاره ډاډ تر لاسه کړي چې "هغه څه لري چې اړتیا ورته لري."

لایډ اسټن دا خبره د فبرورۍ پر ۱۴مه په برسلز کې د ناټو دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پیل کې وکړه.

نوموړي د ټانکونو، مهماتو او د هوایي دفاع نظام په ګډون اوکراینیو سرتېرو ته د روزنې لپاره د هغو هېوادونو له خوا د اضافي مرستو اعلان وکړ چې د کییف ملاتړ کوي.

خو اسټن زیاته کړه چې د هغو جنګي الوتکو په اړه هېڅ اعلان نه لري، چې اوکراین يې له خپلو متحدینو څخه غوښتنه کړې ده.

د جرمني د دفاع وزیر بورېس پېستورییس له اوکراین سره د پوځي مرستو په بحث کې وویل چې دا مهال د جنګي جېټ الوتکو پر استولو تمرکز نه دی شوی، خو ډاډه دی چې په برسلز کې به دا خبرې دوام وکړي.

نوموړي زياته کړه چې دا مهال د اوکراین د هوايي حریم خوندي کول لومړیتوب لري.

د ناټو دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه په داسې حال کې روانه ده چې روسيو ځواکونو د فبرورۍ پر ۱۴مه په ختیز دونېڅک سیمه کې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې د اوکراین ښارونه بمبار کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG