د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو او تهران روسیه کې د ایراني ډیزاین بې پیلوټه الوتکو جوړولو موافقه لاسلیک کړې


د اکتوبر په ۱۷مه پر کېيف يوه الوتونکې ډرون الوتکه
د اکتوبر په ۱۷مه پر کېيف يوه الوتونکې ډرون الوتکه

د رپورټونو له مخې مسکو او تهران یوه موافقه لاسلیک کړې چې له مخې به یې روسیه د ایران ډیزاین بې پیلوټه الوتکې جوړولو او د اوکراین په جګړه کې د کارولو اجازه ولري.

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نومبر پر ۱۹مه له درو امریکايي چارواکو سره د مرکو پر اساس رپورټ ورکړی دی چې د روانې میاشتې په پیل کې په ایران کې په یوه غونډه کې موافقه نهايي شوې وه او دا چې تهران اوسمهال روسیې ته د ډرون الوتکو جوړولو لپاره ډیزاینونه او کلیدي پرزې ورسپاري.

چارواکو، چې نومونه یې نه دي ښوول شوي، ورځپاڼې ته ویلي که هغه موافقه عملي شي نو دا به د روسیې او ایران د هغه اتحاد د لا ژورتیا ښکارندويي وکړي چې وار له مخه یې په اوکراین کې د مسکو د کمزوري پوځي کیمپېن لپاره مهم ملاتړ کړی دی.

د رپورټ له مخې، دواړه خواوې په راتلونکو میاشتو کې د ډرون الوتکو د پیداوار پیلولو لپاره کار کوي.

روسیې په اوکراین کې د پوځي او ملکي اهدافو پر ضد د ایران جوړ سلګونه جنګي ډرونونه او داسې بې پیلوټه الوتکې کارولې دي چې پر هدف ورغورځي او چوي.

روسیې په جګړه کې د ایرانیو ډرون الوتکو له کارولو انکار کړی دی خو ایران دا منلې چې هغه هېواد ته یې بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي.

البته تهران دعوه کوي چې الوتکې یې د هغه قرارداد له مخې ورکړې دي چې په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل مخکې منظور شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG