د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتين: د اوکراين پر ضد جګړې ته دوام ورکوم


د روس ولسمشر ويلادیمیر پوتين د خپلو پوځيانو سره د نوي کال د مبارکۍ د وينا په وخت
د روس ولسمشر ويلادیمیر پوتين د خپلو پوځيانو سره د نوي کال د مبارکۍ د وينا په وخت

د نوي کال له پیل سره سم روس د اوکراین د سرښار کیېف په شمول په بېلا بېلو ښارونو د ډرون حملو لړۍ شروع کړې ده.

دا حملې چې د دیسمبر پر ۳۱مه يو ځل بیا پيل شوې، د جنورې پر لومړۍ نېټه یې هم دوام کړی دی. د اوکراین هوايي ځواک د جنورۍ په لومړۍ نېټه وویل تیره شپه یې د ایران جوړې ۴۵ ډرون الوتکې ویشتلې او غورځولې دي چې پکې ۳۲ یې له نیمې شپې پس ویجاړې کړل شوې دي.

دا ډرون حملې له هغې له وخت وروسته پیل شوې چې د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوي کال په مناسبت قام ته په وینا کې وویل چې مسکو به د اوکراین پر ضد جګړې ته دوام ورکوي. نوموړي ادعا وکړه چې د اوکراین پر ضد جګړه کې له اخلاقي او تاریخي پلوه روس په حقه دی.

مسکو د تیر کال فرورۍ له ۲۴ مې په اوکراین بغیر له څه وجې یرغل پیل کړی او داسې فکر یې کاوه چې دا به لنډ مهاله جنګ وي خو نیږدې ۱۱ میاشتې وشوې او تر اوسه یې خپل اهداف نه دي تر لاسه کړي.

بلخوا بیګا د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په ټولنیزو رسنیو ولیکل چې د نوي کال د خوشالیو پر مهال د روس د بریدنو دوام د غندنې وړ دی او په تاریخ کې به د دې له وجې د روس د ولسمشر نوم په ښو ټکو یاد نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG