د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې بهرنیو چارو وزیره: د ایران د بیلېسټېک توغندیو پروګرام ګواښ ته د نړیوال ځواب اړتیا ده


ایرانیو ځواکونو په ۲۰۲۱ز کال کې د پوځي تمرین پر مهال بیلېسټېک توغندي وویشتل.
ایرانیو ځواکونو په ۲۰۲۱ز کال کې د پوځي تمرین پر مهال بیلېسټېک توغندي وویشتل.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کترین کلونا ویلي دي چې د ایران د بیلېسټېک توغندیو د پروګرام له کبله زېږېدلي ګواښ ته باید "قوي نړیوال ځواب" وویل شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې کلونا دا څرګندونې د فبرورۍ پر نهمه له خپل امریکايي سیال اینتني بلېنکن سره په ټېلېفوني خبرو کې کړې دي.

بیان وايي، دواړو چارواکو د اوکراین او ایران په ګډون پر یولړ موضوعاتو هم خبرې وکړې.

وزارت ویلي دي چې کلونا له بلېنکن سره په خبرو کې د ایران بې ثباته کوونکو فعالیتونو او د بیلېسټېک توغندیو د وسلو زیاتېدو له کبله د زېږېدلي ګواښ، د توغندیو پراختیا او د دې پر وړاندې د نړیوال غبرګون د پیاوړي کولو اړتیا ته اشاره کړې ده.

دوی داراز د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه پر همکارۍ هم وغږېدل. هغې ادارې تېره اوونۍ وویل چې تهران د خپلو وعدو پوره کولو ته ژمن نه دی.

ایران د کلونا څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اټومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی. له دې پرته تهران په تېرو وختونو کې په سیمه کې د بې ثباتۍ خپرولو تورونه رد کړي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې زیاته کړې ده چې دواړو چارواکو له اوکراین سره د "بشپړ ملاتړ" ژمنه تکرار کړه چې شاوخوا یو کال مخکې ورباندې روسیې برید وکړ او د نګورنو قره باغ پر سر د ارمنیا او اذربایجان پر ترینګلتیا هم وغږېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG