د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني وزیراعظم یو ځل بیا له امریکا د پرمختللیو وسلو غوښتنه کړې ده


اوکرایني وزیراعظم دېنیس شمیهال (له کیڼې خوا لومړی) د اپرېل پر ۱۲مه په پېنټاګان کې د امریکا د دفاع له وزیر لایډ اسټن (له کیڼ لوري دویم) سره ولیدل.
اوکرایني وزیراعظم دېنیس شمیهال (له کیڼې خوا لومړی) د اپرېل پر ۱۲مه په پېنټاګان کې د امریکا د دفاع له وزیر لایډ اسټن (له کیڼ لوري دویم) سره ولیدل.

اوکرایني وزیراعظم دېنیس شمیهال په پېنټاګان کې د امریکا د دفاعي چارو له وزیر لایډ اسټن سره په ملاقات کې یو ځل بیا د نویو او پرمختللیو امریکايي وسلو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د اپرېل پر ۱۲مه له اسټن سره د لیدو پر وخت وویل چې هېواد یې اوس هم هغو پوځي مرستو ته شدیده اړتیا لري چې پکې د روسیې د هوايي بریدونو مخنیوي لپاره د فضايي دفاعي نظام ترڅنګ توپونه، مرمۍ او نور مهمات شامل دي.

شمیهال داراز وویل چې د امریکا د دفاع وزارت دې یو ځل بیا اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د ورکړې پر امکان غور وکړي.

نوموړي له اسټن سره یوځای خبریالانو ته وویل چې هېواد به یې د مرستو لپاره په اتحاد کې د امریکا د شاملېدو او کییف ته د ټانکونو او نورو جنګي ګاډو د ورکړې پرېکړه وستايي خو اوکراین د روسیې پر وړاندې د ځوابي بریدونو بریالي کېدو لپاره په مرستو کې زیاتوالي ته اړتیا لري.

اوکراین له یوشمېر میاشتو راهیسې پر امریکا او نورو ملګرو هېوادونو ټینګار کړی دی چې جنګي الوتکې دې ورکړي چې په فضا کې د روسیو الوتکو مقابله وکړای شي خو پېنټاګان د جګړې زیاتېدو د اندېښنو له کبله له دې کاره ډډه کوي.

شمیهال داراز وویل چې په اوسمهاله جګړو کې فضايي برلاسیتوب مهم وي او کېدای شي چې امریکا یو ځل بیا د مشرۍ کردار په لوبولو اوکراین ته اېف-۱۵ او اېف-۱۶ جنګي الوتکې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې له هغه هېواد سره د اربونو ډالرو پوځي او ملکي مرسته کړې ده او ولسمشر جو بایډن په فبرورۍ کې د یرغل کال پوره کېدو په مناسبت ویلي ول چې واشنګټن او ناټو به د روسیې پرضد په جګړه کې له کییف سره کلک ولاړ وي.

له امریکا پرته ناټو اېتلاف هم له اوکراین سره د څه د پاسه یو کال په موده کې ددفاعي نظامونو په ګډون پراخې پوځي مرستې کړې دي.

شمیهال په داسې حال کې په واشنګټن کې له اسټن سره سره لیدلي دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي، پر اوکراین د روسیې یرغل له پیل راهیسې تر اوسه په هغه هېواد کې د ۸،۴۵۰ ولسي وګړو د وژل کېدو تصديق شوی دی.

د اپرېل پر ۱۱مه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې د ۲۰۲۲ز کال له فبرورۍ پر ۲۴مې چې روسيې پر اوکراین يرغل وکړ، د روان ۲۰۲۳ز کال د اپرېل تر نهمې پورې د ۸،۴۵۰ ولسي وګړو د وژل کېدو او د ۱۴،۲۴۴ د ټپي کېدو پخلی شوی دی.

اداره زیاتوي، باوري ده چې د مړو شمېر به تر دې ځکه هم ډېر زیات وي ځکه چې په ځينو سيمو کې د جګړو له امله معلومات نه وررسي او لا هم د ځينو رپورټونو جاج اخلي.

مسکو تر اوسه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ رپورټ په اړه څه نه دي ویلي خو د جګړې له پیل راهیسې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په بریدونو کې ولسي وګړي نه په نښه کوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG