د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: پر اوکراين د روسيې له یرغل راهيسې هلته ۸،۴۵۰ ولسي وګړي وژل شوي دي


ملګري ملتونه وايي چې زیاتره مرګژوبله د اوکراین تر کنټرول لاندې په هغو سيمو کې شوې چې روسيې بريدونه ورباندې کړي دي ــ انځور له ارشيفه
ملګري ملتونه وايي چې زیاتره مرګژوبله د اوکراین تر کنټرول لاندې په هغو سيمو کې شوې چې روسيې بريدونه ورباندې کړي دي ــ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري وايي، پر اوکراین د روسیې یرغل له پیل راهیسې تر اوسه په هغه هېواد کې د ۸،۴۵۰ ولسي وګړو د وژل کېدو تصديق شوی دی.

هغې ادارې د اپرېل پر ۱۱مه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې د ۲۰۲۲ز کال له فبرورۍ پر ۲۴مې چې روسيې پر اوکراین يرغل وکړ، د روان ۲۰۲۳ز کال د اپرېل تر نهمې پورې د ۸،۴۵۰ ولسي وګړو د وژل کېدو او د ۱۴،۲۴۴ د ټپي کېدو پخلی شوی دی.

اداره زیاتوي، باوري ده چې د مړو شمېر به تر دې ځکه هم ډېر زیات وي ځکه چې په ځينو سيمو کې د جګړو له امله معلومات نه وررسي او لا هم د ځينو رپورټونو جاج اخلي.

په رپورټ کې ويل شوي چې زیاتره مرګژوبله د اوکراین تر کنټرول لاندې په هغو سيمو کې شوې چې روسيې بريدونه ورباندې کړي دي او پاتې بیا د اوکراین په هغو برخو کې شوې، چې روسيې نیولې دي.

مسکو تر اوسه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ رپورټ په اړه څه نه دي ویلي خو د جګړې له پیل راهیسې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په بریدونو کې ولسي وګړي نه په نښه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG