د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستولتنبرګ: ناټو اوکراین ته د هوايي دفاع نظامونه ورکوي


په کییف کې یوه ډرون الوتکه تر برید مخکې د پرواز پر مهال - د اکتوبر ۱۷مې انځور.
په کییف کې یوه ډرون الوتکه تر برید مخکې د پرواز پر مهال - د اکتوبر ۱۷مې انځور.

د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې هغه پوځي اېتلاف به په راتلونکو ورځو کې اوکراین ته د هوايي دفاع نظامونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې کییف وايي، په څه د پاسه یوه اوونۍ کې د روسیې حملو د اوکراین د برېښنا نظام شاوخوا درېیمه برخه ړنګه کړې ده.

ستولتنبرګ د اکتوبر پر ۱۸مه په برلېن کې یوه امنیتي کنفرانس ته وویل چې هغه هوايي دفاعي نظامونه به له اوکراین سره د ایراني ساخت بې پیلوټه الوتکو په ګډون له بریدونو څخه د ځان ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.

روسیې د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې پر اوکراین د هوايي بریدونو نوې لړۍ پیل کړې چې زیات ځاني او مالي تاوانونه یې اړولي دي.

ستولتنبرګ وویل چې باید متحدین د بریدونو په ځواب کې اوکراین ته د هوايي دفايي سېسټمونو رسول ګړندي کړي. "تر ټولو مهمه دا ده چې متحدان خپله ژمنه پوره کړي او ژرترژره اوکراین ته هوايي دفاعي سېسټمونه ورسوي."

د پوځي اېتلاف مشر وویل، ناټو به "په راتلونکو ورځو کې" د ایران جوړ ډرونونو په ګډون د بې پیلوټه الوتکو له ځانګړي ګواښ سره د مقابلې لپاره د نظامونو بندوبست وکړي.

تر دې مخکې اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وویل چې د اکتوبر ۱۸مې بریدونو په پلازمېنې کییف او نورو ښارونو کې د استوګنې سیمې او د انرژۍ انفراسټرکچر زیانمن کړی دی.

نوموړي پر ټوېټر لیکلي چې په تېرو اوونیو کې بریدونو د اوکراین ښارونه له برېښنا بې برخې کړي دي او اوس د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره "د خبرو لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG