د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي د پولینډ د پوځي مرستو مننه کړې ده


زېلېنسکي د اپرېل پر پینځمه د وارسا په شاهي کلا کې وینا وکړه.
زېلېنسکي د اپرېل پر پینځمه د وارسا په شاهي کلا کې وینا وکړه.

ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د اوکراین لپاره د غربي هېوادونو ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې د پولینډ د هلو ځلو مننه کړې ده.

زېلېنسکي داراز ویلي دي چې تر هغو چې کییف او وارسا په ګډه کار کوي، روسیه اروپا ته ماتې نه شي ورکولای.

د اوکرایني ولسمشر دفتر ویلي چې زېلېنسکي د اپرېل پر پینځمه د وارسا د سفر پر مهال د پولینډ له وزیراعظم ماتیوش موراوېڅکي سره د دفاعي سامانونو د لېږد او د دوامداره پوځي ملاتړ باوري کولو لپاره یو سند لاسلیک کړ.

زېلېنسکي تر دې وروسته د وارسا په شاهي کلا کې په وینا کې اوکراین ته د پولینډ له لوري د پام وړ پوځي مرستو ورکړې مننه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG