د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په میرعلي کې یې یو وسله وال وژلی او بل ټپي کړی دی


د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په زیاتره قبایلي ضلعو له کلونو راهیسې بد امني روانه ده خو په دې وروستیو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.
د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په زیاتره قبایلي ضلعو له کلونو راهیسې بد امني روانه ده خو په دې وروستیو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یې د عملیاتو پر مهال یو وسله وال وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

په سیمه کې د پوځ یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات تېره شپه په عیدک سیمه کې د استخباراتي اطلاعاتو پر اساس کړي دي.

د ده په وینا، " وسله والو د ځانمرګي برید تیاري کوله خو امنیتي سرتېرو پرې مخکې برید وکړ."

د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په زیاتره قبایلي ضلعو له کلونو راهیسې بد امني روانه ده خو په دې وروستیو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د میرامشاه ټل پله ته نژدې د پوځ پر قافله په ځانمرګي برید کې یو عسکر او دوه ولسي وګړي وژل شوي وو. یو ولسي وګړی او درې سرتیري ژوبل شوي وو.

د ډېسمبر پر ۱۴مه هم په میرامشاه کې په یو ځانمرګي برید کې یو امنیتي عسکر او یو ولسي وګړی وژل شوي وو. ۱۱ وګړي او څلور عسکر ټپي شوي وو.

په دې وروستیو کې شمالي وزیرستان کې هدفي، بمي او ځانمرګي بریدونو کې تیزي راغلې، او د پوځ او پولیسو له خوا هم وسله والو ضد وخت په وخت عملیات دوام لاري،

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان خبرو اترو نتیجه ورنکړه او وسله والو طالبانو پر خپلو غړو غږ وکړ چې بریدونو ته زور ورکړي.

د تحریک طالبان پاکستان وسله والو د ډېسېمبر پر ۲۰مه په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز دننه له پولیسو تر وسلې اخیستلو وروسته یاد مرکز یرعمال کړ.

خو د ډېسېمبر پر ۲۱مه د پوځ ځانګړو ځواکونو پر یاد مرکز عملیات وکړل او ادعا یې وکړه چې په عملياتو کې یې ۲۵ وسلوال وژلي او درې سرتېري هم وژل شوي دي.

د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري د ډېسېمبر پر ۲۰مه د پاکستان د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن جیو نیوز سره مرکه کې ادعا کړې چې اووه وسلوال ورته تسلیم شوي دي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير ويلي چې پوځ پر امنیتي حالاتو توجه لري او د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن دي.

نوموړي دا څر ګندونې د ډېسېمبر پر ۲۳مه د شمالي وزيرستان او تربېلې سفر پر مهال کړې دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار - ویلي چې پر دې مهال جنرال عاصم منير ته په سیمه کې د امنیتي حالت او د ترهګرۍ د مخنيوي پر تګلاره معلومات ورکړل شو.

جنرال سيد عاصم منیر د نومبر پر ۲۹مه د جنرال قمر جاوېد باجوه د ځایناستي په توګه د پاکستاني پوځ د نوي مشر په توګه دنده پیل کړې وه.

XS
SM
MD
LG