د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو او ګوادر کې په چاودنو کې ۲ تنه وژل شوي، ۱۰ ژوبل


په وروستیو کې په بلوچستان کې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي - پخوانی انځور.
په وروستیو کې په بلوچستان کې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په دوو جلا، جلا چاودنو کې د یو سرتېري په ګډون دوه تنه وژل شوي او ۱۰ ژوبل دي.

د بنو پولیسو په یوه بیان کې ویلي دي چې د مارچ پر پینځمه په بکاخېلو کې په یوه موټرسایکل کې د ایښوول شوي بم په چاودنه کې یو کس ووژل شو او دوه ژوبل شول.

بیان زیاتوي چې په چاودنه کې شاوخوا ولاړو یوشمېر ګاډو ته هم زیان رسېدلی دی.

تر دې څو ساعته وروسته د بلوچستان په ګوادر کې د سړک تر غاړې د ښخ بم په چاودنه کې یو امنیتي سرتېری ووژل شو او اته ژوبل شول.

په ساحلي ښار ګوادر کې امنیتي ځواکونو په بیان کې ویلي دي چې پېښه د مارچ پر پینځمه ماسپښین مهال شوې.

په بیان کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو ګاډی له شاهجهان سړکه تېرېده چې چاودنه وشوه او پکې نهه سرتېري ژوبل شول چې وروسته یې یو په روغتون کې سا ورکړه.

د ګوادر انتظامي مشر عزت نذیر مشال راډیو ته وویل چې هغه چاودنه د رېموټ کنټرول بم په وسیله شوې ده او دا چې وسلوال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي چې د نیولو لپاره یې د لټون عملیات روان دي.

په بنو او ګوادر کې د چاودنو ذمه واري چا نه ده منلې.

په وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو او پولیسو یوشمېر حملې شوې دي چې لسګونه سرتېرو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د پاکستان حکومت وايي، د وسلوالو ډلو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۴مه د اپېکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې چارواکو وویل چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره "د ترهګرۍ ختمول اړین" دي.

شریف تر دې مخکې د فبرورۍ پر درېیمه ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

XS
SM
MD
LG