د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د بارکان په رکڼۍ کې چاودنې ۴ تنه وژلي


رکڼۍ د بلوچستان د بارکان ضلعې هغه ښارګوټی دی چې له پنجاب صوبې سره پر پوله پروت دی.
رکڼۍ د بلوچستان د بارکان ضلعې هغه ښارګوټی دی چې له پنجاب صوبې سره پر پوله پروت دی.

د بلوچستان د بارکان ضلعې په وړوکي ښار رکڼۍ کې په چاودنه کې لږترلږه څلور تنه وژل شوي او اته ژوبل دي.

د رکڼۍ د لېویزو تحصیلدار محمد سلیم مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د فبرورۍ پر ۲۶مه سهار شاوخوا نهه نیمې بجې شوې ده.

ده وویل چې بم په یو موټرسایکل کې ایښوول شوی وو.

محمد سلیم زیاته کړه چې ژوبل کسان د درملنې لپاره د پنجاب صوبې ډېره غازي خان ته لېږدول شوي دي.

رکڼۍ د بلوچستان د بارکان ضلعې هغه ښارګوټی دی چې له پنجاب صوبې سره پر پوله پروت دی. بارکان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۵۰۰ کېلومیټره لیرې ختیځ لوري ته پرته ضلع ده.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې خو د پاکستان دولتي راډیو وايي، وزیراعظم شهباز شریف، ولسمشر عارف علوي او د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د چاودنې غندنه کړې او هغه یې "د ترهګرۍ پېښه" بللې ده.

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس برنجو هم پېښه غندلې او د کورنیو چارو وزارت ته یې امر کړی چې له سره دې "د ترهګرۍ ضد د تګلارې" جاج واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG