د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ځمکلاندې بم چاودنه کې د پوځ ۲ افسران وژل شوي دي


 د پاکستان پوځ وايي چې په کوهلو کې د عملياتو پر مهال د امنیتي ځواکو ګاډی په ښخ شوي ماین وربرابر شو ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان پوځ وايي چې په کوهلو کې د عملياتو پر مهال د امنیتي ځواکو ګاډی په ښخ شوي ماین وربرابر شو ــ انځور له ارشيفه

د بلوچستان په کوهلو سیمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د پاکستان پوځ دوه افسران وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په خپله خبرپاڼه کې ليکلي چې دا پېښه د فبرورۍ پر ۱۰مه سهار شوې ده.

د پوځ په خبره، هغه مهال د یو استخباراتي راپور پر اساس په یاده سیمه کې عملیات ترسره کېدل، چې د پوځ ګاډی د سړک پر غاړه په ښخ شوي ماین وربرابر شو.

کوهلو سیمه له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۵۲۷ کېلومیټره لیرې ختیځ لوري ته پرته ده.

خبرپاڼه وايي، د ماين چاودنې په نتيجه کې د پوځ يو مېجر او يو کېپټن ووژل شول او درې پوځیان ژوبل شول.

ای اېس پي ار پرمخ لیکلي چې په هغه سیمه کې د "ورانکارو" خلاف د پوځ عملیات دوام لري.

تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې وړاندې په بلوچستان کې پر امنيتي ځواکونو د زياترو بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو منلې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG