د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي باجوړ کې د تحریک طالبان پاکستان ۳ غړي وژل شوي دي


په باجوړ کې یو امنیتي سرتېری د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په باجوړ کې یو امنیتي سرتېری د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي.

د باجوړ د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغه کسان د باجوړ اوسېدونکي ول چې د اپرېل پر ۱۱مه شپې ناوخته د لوی سم په زوربندر سیمه کې وژل شوي دي.

په باجوړ کې امنیتي سرچینې وايي، هغه کسان د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې غړي ول او په سیمه کې یې د باج اخیستو په پېښو کې لاس درلود.

د باجوړ ځايي خبریالانو هم د هغو کسانو وژنه تایید کړې ده خو د سیمې امنیتي چارواکو او خبریالانو د هغوی د وژل کېدو څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې په زوربندر باګوري سیمه کې یې درې غړي له پوځ سره په نښته کې وژل شوي دي.

خراساني ادعا کړې چې په نښته کې یې سرتېرو ته هم مرګژوبله اړولې خو په دې اړه یې تفصیل نه دی ورکړی او پوځ هم لا څه نه دي ویلي.

پوځ البته تر دې یوه ورځ مخکې په بیان کې په بنو کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. د پوځ په وینا، هغه وسلوال یې د عملیاتو پر مهال وژلي دي. ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان هم په بنو کې د خپلو درو غړو وژنه تایید کړې ده.

تر دې وړاندې د اپرېل پر نهمه هم په باجوړ کی په یو وسلوال برید کې یو ځايي دیني عالم وژل شوی او بل ټپي شوی وو.

د باجوړ پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي ول چې هغه پېښه د ماموندو په لغړۍ سیمه کې شوې وه چې پکې مولانا نصیب ګل وژل شوی او شفیع الله ژوبل شوی وو.

د هغې پېښې ذمه واري چا نه وه منلې او نه هم پولیسو په دې تړاو د چا د نیولو خبر ورکړی دی.

ایا په خیبر پښتونخوا کې تازه پوځي عملیات کېدونکي دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:50 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په څېر په باجوړ کې هم د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې ځايي خلک یې اندېښمن کړي دي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د وسلوالو حملو پر ضد په بیا بیا د ولسي پاڅون په نوم مظاهرې او پرلتونه شوي دي.

د اپرېل پر اوومه نېټه د پاکستان ملي امنيت کمېټۍ پرېکړه کړې وه چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ختمولو لپاره "کوټلي پوځي عمليات" کوي. تر دې دوه ورځې وروسته د پاکستان وفاقي کابینې هم هغه پرېکړه تاييد کړه. خو تر اوسه معلومه نه ده چې عملیات چېرې او کله پیلېږي.

البته دا موضوع په رسمي توګه په پارلېمان کې د بحث لپاره نه ده وړاندې شوې، خو يوشمېر سياسي ګوندونو د پوځي عملياتو مخالفت کړی دی.

XS
SM
MD
LG