د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي بنو کې یې ۳ مشکوک وسلوال وژلي دي


د پاکستان پوځ وايي، د استخباراتي معلوماتو پر اساس يې د بنو په نوراړ سيمه کې عمليات وکړل ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان پوځ وايي، د استخباراتي معلوماتو پر اساس يې د بنو په نوراړ سيمه کې عمليات وکړل ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا په بنو کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۱۱مه په بيان کې ويلي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس يې د اپرېل د ۱۰مې او ۱۱مې ترمینځ شپې مهال د بنو په نوراړ سيمه کې عمليات وکړل.

بيان زياتوي چې له وسلوالو سره د سختې نښتې په پايله کې يې موجود درې واړه وسلوال ووژل.

د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې وياند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بيان کې منلې چې له پوځ سره يې په نښته کې درې غړي وژل شوي دي.

نوموړي په عين حال کې پوځ ته هم د تاوان اړلو ادعا کړې ده خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي.

بلخوا د اپرېل پر اوومه د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د وسلوالو پر ضد به کوټلي عمليات کېږي خو حکومت د عملیاتو د ځای او پیلولو نېټې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG