د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: د وسلوالو په برید کې یو دیني عالم وژل شوی، بل ژوبل دی


پولیس وايي، پېښه د اپرېل پر نهمه د ماموندو په لغړۍ سیمه کې شوې ده.
پولیس وايي، پېښه د اپرېل پر نهمه د ماموندو په لغړۍ سیمه کې شوې ده.

په باجوړ کی په یو وسلوال برید کې یو ځايي دیني عالم وژل شوی او بل ژوبل دی.

د باجوړ پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې پېښه د اپرېل پر نهمه د ماموندو په لغړۍ کې شوې.

د بیان له مخې، وسلوالو د دیني عالمانو پر ګاډي برید وکړ چې پکې مولانا نصیب ګل او شفیع الله ژوبل شول.

پولیس وايي، مولانا ګل نصیب د ماموندو په روغتون کې سا ورکړه خو مولانا شفیع الله د نورې درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر هغوی حمله چا او ولې کړې او ذمه واري یې هم چا نه ده منلې.

د سیمې یوه اوسېدونکي او د سوداګرانو ټولنې مشر عمران ماهر مشال راډیو ته وویل چې دواړه ملایان د اشاعت توحید (پنجپیر) په نوم د یوې دینې ډلې غړي ول او مولانا نصیب ګل د ماموندو د یوې مدرسې مشر وو.

په باجوړ کې تر دې مخکې هم په هدفي بریدونو کې قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پرضد یې په سیمه کې پراخې مظاهرې هم شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG