د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم دروازه په درېیمه ورځ هم تړلې ده


د دې دروازې تړل کېدو له کبله له پيښوره تورخمه ته پر غځېدلې لاره افغانستان ته مالونه وړونکي په سلګونه ټرکونه ولاړ دي.
د دې دروازې تړل کېدو له کبله له پيښوره تورخمه ته پر غځېدلې لاره افغانستان ته مالونه وړونکي په سلګونه ټرکونه ولاړ دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه په درېمه ورځ هم تړلې ده چې له کبله یې تګ راتګ او تجارت هم ولاړ دی.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو له خوا د یادې دروازې تر تړل کېدو وروسته پاکستانۍ غاړې ته هم ټول سرکاري دفترونه تړلي دي.

د دې دروازې تړل کېدو له کبله له پيښوره تورخمه ته پر غځېدلې لاره افغانستان ته مالونه وړونکي په سلګونه ټرکونه ولاړ دي.

افغان ډریور صفي الله د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل چې ټرک یې په الوګانو بار کړی او اوس اوبه ترې روانې دي.

ده وویل، "۳۵ ټنه الو دې خوا وشا اته لاکه پرې یوازې کرایه راځي، له ۵۰ نه تر ۶۰ لاکو روپیو مال په دې یوه ګاډي کې موجود دی او که پر وخت وا نه وړي نو دا به ټول تاوان شي."

یو بل ټرک چلوونکي میا واحد مشال راډیو ته وویل چې ټرک یې په پوره بار دی او له درو ورځو په خیبر کې ولاړ دي.

ده زیاته کړه، "نه اوبه شته نه ډوډۍ شته او نه لیټرین سهولت شته، موږ ډير په تکلیف کې یو پکار ده دا دورازه زر ترزره خلاصه کړل شي."

طالب چارواکو د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۱۹مه شپې مهال له هغه وروسته تړلې وه چې د دوی په وینا، د پاکستان سرحدي ځواکونو ځینې افغان ناروغان او ورسره خدمتګاران د سفري اسنادو نه لرلو له وجې بیرته ورستانه کړي وو نو ځکه یی دا ګام اجتجاجا پورته کړ.

دوي زیاته کړې چې تر بل امر پورې دې افغان وګړي د تورخم په دروازه پاکستان ته نه اوړي او پکار ده چې پاکستاني چارواکي ورسره هغه کړې ژمنې پوره کړې چې په تیرو څو غونډو کې یې کړې وې.

د فبروۍ په ۲۰ د افغان طالبانو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ په تورخم کې یو ساعت پورې دوه طرفه ډزې هم شوې وې خو بیا دغه لړۍ ودریده. په دې کې د پاکستان د ایف سي ځواک یو سرتیری ژوبل شوی هم وو.

نن د فبرورۍ په ۲۱ د خیبر یوه انتظامي چارواکي چې رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له پرونه پر دې مسله د اسلام اباد او کابل ترمنځ په سفارتي کچه خبرې اترې روانې دي او چې کله ورته امر وشي نو دغه دروازه به خلاصه شي.

دوي زیاتوي چې دوه اوونۍ وړاندې افغان ناروغانو څخه هغه سهولت اخیستل شوی چې یوه ناروغ تن سره به یو خدمتګار هم بې ویزې پاکستان ته داخلیږي.

د تورخم تحصيلدار غنچه ګل د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې جګړه درېدلې ده، البته تورخم دروازه د هرډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

د مليشاه ځواکونو يوه چارواکي چې له رسنيو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په ډزو کې د دوی يو سپاهي لږ ټپي شوی دی. البته د افغانستان غاړې ته د طالبانو د مرګژوبلې په اړه لاهم معلومات نشته.

دا نښته تر هغې وروسته وشوه چې طالبانو د فبرورۍ پر ۱۹مه تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره وتړله. دوی تور پورې کړ چې دا کار يې ځکه کړی چې پاکستان پر دروازه د خلکو د تګ راتګ په اړه خپلې کړې ژمنې نه دې پوره کړې.

طالب سرچينو مشال راډيو ته ويلي چې پر تورخم دروازه افغان وګړيو لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي شوی او یوازې ډېرزیات ناروغه کسانو او ورسره يوه ملګري ته پاکستان ته له اسنادو پرته د ورتلو اجازه ورکول کېده، خو په دې وروستيو کې دغه اسانتیا هم ورڅخه اخيستل شوې ده. البته پاکستان په دې اړه څه نه دې ويلي.

د طالبان په کنټرول کې باختر اژانس د تورخم د کمیسار د مولوي محمد صدیق له قوله خبر خپور کړ چې تر بله امره د تورخم دروازه وتړل شوه.

د فبرورۍ ۲۰مې سهار نښتې په اړه په تورخم کې يوه پاکستاني چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه يې نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د افغانستان له غاړې پر دوی ډزې شوې دي. خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دې ويلي.

پر ټولنيزو رسنيو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې پکې ډزې اورېدول کېږي خو دا نه معلومېږي چې څوک يې کوي. په يوه ويډيو کې ښکاري چې په بازار کې خلک منډه وهې. البته مشال راډيو د دې ويډيوګانو د کره والي تصديق نه شي کولی.

غنچه ګل وويل چې د نښتې درېدو وروسته د پاکستان او طالبانو ترمینځ په سفارتي کچه د ستونزې د حل لپاره تماسونه نيول شوي او د ده په وينا، ښايي دوی يو حل ته ورسېږي. خو د تورخم دروازې تړل کېدو وروسته دواړو غاړو ته په سلګونو کسان او ګاډي ولاړ دي.

که څه هم په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته د اسلام اباد او طالبانو حکومت اړيکې نسبتاً ښه شوې دي، خو د دواړو غاړو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه وخت نا وخته نښتې کېږي چې له کبله يې د تورخم، چمن او خرلڅیو پر لارو تګ راتګ اغېزمن شوی دی او په وروستیو کې خو د چمن او خرلڅیو لاره تر یوشمېر ورځو پورې تړلې وه.

دواړو غاړو په وار وار د دې ستونزو پر حل خبرې هم کړې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو مملکتي یا ریاستي وزیرې حنا رباني کر د نومبر پر ۲۹مه افغانستان ته يو ورځنۍ سفر کړی وو چې پکې يې له طالب مشرانو سره د نورو مسلو ترڅنګ پر لارو د تګ راتګ ستونزو هم څېړله وه.

د دې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ټيټ رتبه چارواکيو هم وخت نه وخته پر ورپېښو ستونزو خبرې کړې دي. د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه هم د پاکستان چارواکيو پر تورخم د سوداګرۍ اسانولو او زیاتولو لپاره یې د طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.

د تورخم کسټم ډپټي کليکټر یاور حیات د ډیسمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته ويلي ول چې دواړو خواوې پر دې سلا شوي چې د ګاډو او مالونو د څار عمل به تېزوي او ټریفیکي ستونزې به هواروي.

هغه زیاته کړې وه: "موږ د ورځې ۴۰۰ ګاډي کليير کوو. طالب چارواکو سره مو یو شمیر غونډې وکړي او له دوی مو وغوښتل چې زمونږ د ګاډي دې لږ زر اخلي او د پولې هغې غاړې ته دې په ګمرک کې د کلیرینس عمل تیز کړي. دوی موږ سره ژمنې وکړې چې همداسې به کوي."

XS
SM
MD
LG