د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیپلز ګوند نوماندانو د سیند اسمبلۍ سپیکر او د مرستیال سپیکر انتخابات ګټلي دي


د سیند اسمبلۍ غړي د غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د سیند اسمبلۍ غړي د غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان د سیند صوبې اسمبلۍ نویو منتخبو غړو سید اویس شاه د نوي سپیکر او اینتوني نوید د هغه د مرستیال په توګه منتخب کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۴مه د هغې اسمبلۍ نویو استازو د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپلې دندې لوړه وکړه.

د فبرورۍ پر ۲۵مه د اسمبلۍ ۱۴۷ غړو خپلې رایې وکارولې چې ورڅخه یې ۱۱۱ د پیپلز ګوند له لوري د سپیکر دندې ته د نومول شوي سید اویس قادر شاه او ۳۶ یې د متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) د نوماندې صوفیې سعید شاه په حق کې رایې وکارولې.

اویس قادر شاه تر منتخبېدو وروسته د خپلې دندې لوړه وکړه او د سپیکر په توګه یې کار پیل کړ.

تر دې وروسته د ډېپټي سپیکر لپاره رایې واچول شوې چې پکې د پیپلز ګوند نوماند اینتوني نوید ۱۱۱ او د اېم کیو اېم پي راشد خان ۳۶ ووټونه ترلاسه کړل.

ټاکل شوې چې د سیند اسمبلۍ غړي د فبرورۍ پر ۲۶مه اعلاوزیر منتخب کړي چې تر هغې وروسته به صوبايي حکومت جوړېږي.

د سپیکر او د هغه د مرستیال په انتخاباتو کې د سني اتحاد کونسل یا شورا نهو غړو، چې اصلاً د تحریک انصاف ملاتړي دي خو د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې په خپلواکه توګه منتخب شوي ول، او د جماعت اسلامي یو غړي ګډون و نه کړ.

دا هغه غړي ول چې د فبرورۍ پر ۲۴مه یې احتجاجاً لوړه نه وه کړې خو د فبرورۍ پر ۲۵مه یې د اسمبلۍ په غونډه کې سوګند وکړ.

د سیند اسمبلۍ د ټولو غړو شمېر ۱۶۸ دی چې ورڅخه یې ۱۳۰ د مستقیمو انتخاباتو له لارې غوره کېږي او ۲۹ یې د ښځو او نهه یې د مذهبي لږکیو لپاره ځانګړي شوي دي.

د پاکستان د وفاق په څېر په صوبو کې هم د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت اړتیا وي. په دې توګه که یو ګوند ۸۵ استازي ولري نو په سیند کې حکومت جوړولای شي.

تر اوسه د سیند اسمبلۍ ۱۵۷ غړو سوګند کړی دی ځکه چې د جماعت اسلامي یو او د لوی جمهوري اتحاد (ګرینډ ډېموکریټېک الاینس یا جي ډي اې) درو غړو تر اوسه لوړه نه ده کړې او ځینې نوي منتخب استازي سېنېټران دي او داراز، انتخاباتي کمېشن د درو نورو غړو د ټاکنې فرمان نه دی خپور کړی. له دې پرته د خیرپور ناتن شاه د حلقې څوکۍ د هغې سیمې د استازي د مړینې له وجې خالي شوې ده.

پاکستان پیپلز ګوند په سیند اسمبلۍ کې د ۱۱۴ غړو په لرلو اکثریت لري. په اسمبلۍ کې د اېم کیو اېم پي ۳۶، د تحریک انصاف ملاتړي یا د سني اتحاد شورا نهه، د جي ډي اې درې، او د جماعت اسلامي دوه استازي دي.

تحریک انصاف د فبرورۍ پر ۱۹مه اعلان وکړ چې د هغه ګوند ملاتړي خپلواک استازي په قامي او صوبايي اسمبلیو کې په سني اتحاد شورا یا کونسل کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

تر دې وروسته د فبرورۍ پر ۲۲مه د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر وویل د تحریک لبیک پاکستان په ګډون د سيند او بلوچستان له سیاسي او مذهبي ګوندونو سره اتحاد کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د تېر کال په ډېسېمبر کې تحریک انصاف ته د ګوندي انتخاباتو په سم ډول نه کولو پر سر انتخاباتي نخښه ور نه کړه نو ځکه یې نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو کې ګډون ته اړ شول.

د اصولو له مخې، که هغه ګوند غواړي چې حکومت جوړ کړي او د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي، نو باید یې منتخب غړي په اسمبلیو کې په یو ګوند ورګډ شي.

پیپلز ګوند د سیند صوبې د اعلا وزیر لپاره سید مراد علي شاه، د سپیکر دندې لپاره د اویس شاه اود مرستیال سپیکر څوکۍ ته نوید انتهوني نومولي دي.

د سیند اسمبلۍ تر غونډې یوه ورځ مخکې د پنجاب اسمبلۍ هم لومړۍ غونډه کړې وه چې پکې د اسمبلۍ۳۲۰ نویوغړو تر راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپلې دندې لوړه وکړه. تر دې یوه ورځ وروسته اسمبلۍ نوی سپیکر او د هغه مرستیال هم منتخب کړل.

XS
SM
MD
LG