د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیسو د یو شمېر ګوندونو لسګونه پلویان نیولي دي


د فبرورۍ پر ۲۴مه په کراچۍ کې ښځینه پولیسې مظاهره کونکې ښځه د پولیسو ګاډي ته خېژوي.
د فبرورۍ پر ۲۴مه په کراچۍ کې ښځینه پولیسې مظاهره کونکې ښځه د پولیسو ګاډي ته خېژوي.

په کراچۍ کې پولیسو د یوشمېر سیاسي ګوندونو هغه لسګونه پلویان نیولي دي چې د سیند صوبايي اسمبلۍ مخې ته یې احتجاج کاوی.

د فبرورۍ پر ۲۴مه د تحریک انصاف، جماعت اسلامي، ګرینډ ډیموکریټیک الاینس (جي ډي اې) او جمعیت علمای اسلام پلویانو په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته په انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ ضد احتجاج کاوی چې پولیسو ونیول.

احتجاج په داسې حال کې کېدی چې د اسمبلۍ په ودانۍ کې دننه، د فبرورۍ اتمې تر انتخاباتو وروسته د اسمبلۍ د پیل غونډه روانه وه او د سیند اسمبلۍ سپيکر اغا سراج دراني د اسمبلۍ له نویو منتخب شویو غړو سوګندونه اخیستل.

د سیند اسمبلۍ مخې ته د پلویانو تر نیول کېدو وروسته هغو ګوندونو احتجاجونه د ښار نورو برخو ته وغځول او د کراچۍ مهم سړک شارع فیصل یې وتړلو. دا راز مظاهرینو د کراچۍ – حیدراباد ترمینځ لوی سړک هم تر څو ساعتونو بند کړ.

پولیس وایي ۳۵ تنه یې نیولي دي او دا ځکه چې هغو کسانو د قانون د ۱۴۴ مې مادې خلاف ورزي کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د سیند نګران حکومت وايي امنیتي حالاتو ته په کتو یې د یوې میاشت لپاره په ټوله صوبه کې د قانون ۱۴۴مه دفعه لګولې ده.

د هغې دفعې له مخې یې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د لاوډ سپیکر پر ناسم استعمال بنديز وي.

د فبرورۍ پر اتمه د پاکستان قامي او صوبایي اسمبلیو لپاره انتخابات شوي دي. د ټاکنو کمېشن د وروستیو شمېرو ترمخه پیپلز ګوند له سیند صوبې د قامي او صوبایي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ ګټلي دي. په دویم نمبر متحده قامي مومنټ (اېم کیو اېم) له هغې صوبې زیاتې څوکۍ ګټلي دي خو تحریک انصاف، جماعت اسلامي، جي ډي اې او جمعیت علمای اسلام (ف) وایي چې هلته انتخابات دوی ګټلي خو په انتخاباتو کې ورسره ټګي شوې ده.

دوی مخکې هم په کراچۍ کې د ټاکنو کمېشن مخې ته احتجاجونه کړي دي.

د انتخاباتو کمېشن وایي چې شفافې او رڼې ټاکنې یې کړي دي او که چا ته شکایت وي نو هغه دې د ثبوتونو سره هغې ادارې او یا عدالتونو ته ورشي.

XS
SM
MD
LG