د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ۳ ګوندونو غړو او پلویانو د انتخاباتي درغلیو ضد مظاهره کړې ده


کراچۍ کې د ۳ ګوندونو غړو او پلویانو د انتخاباتي درغلیو ضد مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

د تحریک انصاف، جماعت اسلامي او لوی جمهوري اتحاد (ګرینډ ډېموکریټېک الاینس یا جي ډي اې) غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره کړې ده. دوی دا مظاهره تر هغې وروسته وکړه چې پولیسو د فبرورۍ پر ۲۴مه د سیند اسمبلۍ مخې ته د احتجاج پر مهال یوشمېر کسان ونیول. په هغه وخت کې په سیند اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند او متحده قامي موومېنټ ۱۴۷ غړو د خپلې دندې لوړه وکړه. پولیس وايي، هغه کسان یې د قانون ۱۴۴مې مادې د سرغړونې په تور نیولي دي. د هغې دفعې له عملي کېدو سره د پینځو یا تر پینځو څخه د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو او جلسو بندیز وي. انتخاباتي کمېشن په ټاکنو کې د درغلۍ تور ردوي او وايي ټول بهیر بشپړ شفاف وو. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG