د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف قامي او صوبايي اسمبلیو کې له سني اتحاد کونسل سره د اتحاد اعلان کړی


د تحریک انصاف مشران د فبرورۍ پر ۱۹مه د سني اتحاد کونسل او مجلس وحدت مسلمین له مشرانو سره د خبري غونډې پر مهال.
د تحریک انصاف مشران د فبرورۍ پر ۱۹مه د سني اتحاد کونسل او مجلس وحدت مسلمین له مشرانو سره د خبري غونډې پر مهال.

د پاکستان تحریک انصاف مشر اعلان کړی دی چې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې یې بریالي شوي خپلواک غړي د قامي، پنجاب او خيبر پښتونخوا اسمبلیو لپاره په سني اتحاد کونسل کې شاملېږي.

ګوهر خان د فبرورۍ پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د سني اتحاد کونسل له مشر حامد رضا او د مجلس وحدت مسلمين له مشر راجا ناصر عباس سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې دا پرېکړه هغوی ټولو په سلا کړې ده.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د تېر کال په ډېسېمبر کې تحریک انصاف ته د ګوندي انتخاباتو په سم ډول نه کولو پر سر انتخاباتي نخښه ور نه کړه نو ځکه یې نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو کې ګډون ته اړ شول.

د اصولو له مخې، که هغه ګوند غواړي چې حکومت جوړ کړي او د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي، نو باید یې منتخب غړي په اسمبلیو کې په یو ګوند ورګډ شي.

هغه ګوند کولای شي چې په اسمبلیو کې جلا ډله هم جوړه کړي، خو بیا په دې صورت کې له ځانګړو څوکیو بې برخې کېږي.

په قامي اسمبلۍ کې د ښځو ۶۰ او د لږکیو ۱۰ ځانګړې څوکۍ دي او هر ګوند چې څومره څوکۍ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ګټلې وي، په هم هغه تناسب ځانګړې څوکۍ ترلاسه کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي نتیجو سره سم، د تحریک انصاف ۹۲ ملاتړیو د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې دي او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې یې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی دی.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

د وزیراعظمۍ د څوکۍ لپاره د تحریک انصاف نوماند عمر ايوب خان خبري غونډ‌ې ته وویل چې په سني اتحاد کونسل د خپلو منتخبو غړو د ورګډولو موخه یې د ځانګړو څوکیو ترلاسه کول دي.

نوموړي د مجلس وحدت مسملین مننه وکړ چې د عمران خان په مشرۍ یې د تحریک انصاف ملاتړ وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف ویاند رووف حسن د فبرورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د خپل مشر عمران خان په لارښوونه په وفاق او پنجاب کې له وحدت مسلمین سره په ګډه حکومت جوړوي.

XS
SM
MD
LG