د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب اسمبلۍ ۳۲۰ نویو منتخبو غړو لوړه وکړه


د پنجاب اسمبلۍ نوي منتخب غړي د فبرورۍ پر ۲۳مه د خپلو دندو سوګند کوي.
د پنجاب اسمبلۍ نوي منتخب غړي د فبرورۍ پر ۲۳مه د خپلو دندو سوګند کوي.

د پنجاب اسمبلۍ ۳۲۰ نویو منتخبو غړو تر راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپلې دندې لوړه کړې ده.

د پنجاب اسمبلۍ د سپیکر سبطین خان په مشرۍ غونډه د فبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور پر وخت د سهار د ۱۰ بجو پر ځای دوه ساعته وروسته پیل شوه چې پکې د صوبې اعلا وزارت څوکۍ ته د مسلم لیګ (ن) نومول شوې سیاستوالې مریم نواز په ګډون د نورو ګوندونو غړو سوګند وکړ.

د اسمبلۍ ۱۷ نوي منتخب غړي له غونډې غیر حاضر ول او تر اوسه پر ۲۷ ځانګړو څوکیو د نویو غړیو د ټاکلو فرمان نه دی خپور شوی نو هغوی به د اسمبلۍ په بله غونډه کې لوړه کوي.

د پنجاب اسمبلي ټولې ۳۷۱ څوکۍ لري چې پر ۲۹۷ یې استازي د مستقیم انتخاب له لارې ټاکل کېږي. له دې پرته ۶۶ څوکۍ د ښځو او اته د مذهبي لږکیو لپاره ځانګړې دي.

د فبرورۍ پر اتمه د پنجاب اسمبلۍ د ۲۹۶ څوکیو ډکولو لپاره انتخابات وشول خو د یوې حلقې انتخابات و نه شول چې انتخاباتي کمېشن به یې وروسته کوي.

د انتخاباتي کمېشن د وروستیو نتیجو له مخې، ۱۳۸ څوکۍ خپلواکو نوماندانو، چې زیاتره یې د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي ول وګټلې. له دې پرته، مسلم لیګ (ن) ۱۳۷، پیپلز ګوند ۱۰، پاکستان مسلم لیګ (ق) اته او نورو ګوندونو یوه، یوه څوکۍ وګټله.

په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او د لږکیو ځانګړې څوکۍ هر ګوند په مستقیمو انتخاباتو کې د ګټلو څوکیو په تناسب ترلاسه کوي.

د پاکستان د وفاقي په څېر په صوبو کې هم د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت اړتیا وي. په دې توګه که یو ګوند ۱۸۶ استازي ولري نو په پنجاب کې حکومت جوړولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف د فبرورۍ پر ۱۹مه اعلان وکړ چې د هغه ګوند ملاتړي خپلواک استازي په قامي او صوبايي اسمبلیو کې په سني اتحاد شورا یا کونسل کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

تر دې وروسته د فبرورۍ پر ۲۲مه د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر وویل د تحریک لبیک پاکستان په ګډون د سيند او بلوچستان له سیاسي او مذهبي ګوندونو سره اتحاد کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د تېر کال په ډېسېمبر کې تحریک انصاف ته د ګوندي انتخاباتو په سم ډول نه کولو پر سر انتخاباتي نخښه ور نه کړه نو ځکه یې نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو کې ګډون ته اړ شول.

د اصولو له مخې، که هغه ګوند غواړي چې حکومت جوړ کړي او د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي، نو باید یې منتخب غړي په اسمبلیو کې په یو ګوند ورګډ شي.

ټاکل شوې چې د پنجاب اسمبلۍ نوي منتخب غړي د فبرورۍ پر ۲۴مه د هغې جرګې سپیکر او د هغه مرستیال منتخب کړي.

مسلم لیګ (ن) د سپیکر دندې لپاره د ملک احمد خان او د مرستیال سپیکر څوکۍ ته ملک ظهیر اقبال چاند نومولي دي او سني اتحاد کونسل د سپیکر څوکۍ لپاره د احمد خان بچر او د مرستیال لپاره یې د معین ریاض قریشي د نوماندۍ اسناد جمع کړي دي.

XS
SM
MD
LG