د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف وايي اګست کې لنډمهالي حکومت ته چارې سپاري


شهباز شریف د جولای پر ۱۳مه خپل ولس ته وېنا وکړه ـ پخوانی انځور.
شهباز شریف د جولای پر ۱۳مه خپل ولس ته وېنا وکړه ـ پخوانی انځور.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي، سږ کال په اګست کې ټولې چارې نګران حکومت ته سپاري.

شریف د جولای پر ۱۳مه ولس ته په ټېلېویژني وينا کې وويل چې د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته، له ولسه تر لاسه کړې ذمه وارۍ لنډمهالي حکومت ته سپاري.

په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت خپله پینځه کلنه موده تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په ګډه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.

له قانون سره سم، د پارلېمان واکمن او مخالفه ګوندونه په شریکه د لنډمهالي حکومت چارواکي ټاکي.

په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وزیراعظم شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د اېتلافي حکومت نوی مشر شو.

شریف د روانې میاشتې پر ۱۲مه هم ویلي ول چې د اوسني اتحادي حکومت موده سږ کال د اګست پر۱۴مه پای ته رسي. هغه وویل د راتلونکو انتخاباتو د نېټې اعلان به انتخاباتي کمېشن کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ مخالفه ګوند پاکستان تحريک انصاف په وار وار ويلي چې وفاقي حکومت انتخابات کول نه غواړي.

د هغه ګوند مشرتابه په وینا، په اوسني اېتلافي حکومت کې شریک ګوندونه له دې وېره لري چې ګواکې تحریک انصاف به ورڅخه انتخابات په څرګند اکثریت وګټي.

خو د اوسني حکومت او پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) چارواکي وايي چې تحریک انصاف نور د ولس باور له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د جولای پر ۱۰ مه وویل، امکان شته چې قامي او صوبايي اسمبلۍ د راتلونکې اګست میاشتې پر ۱۱مه نېټه ماتې شي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري او د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف د جون پر ۲۷مه په دوبۍ کې کتلي ول او د انتخاباتو او نګران حکومت د جوړېدو ترڅنګ یې په ځینو نورو سیاسي موضوعاتو خبرې کړې وې.

د قانون له مخې، په پاکستان کې په هرو پینځه کلونو کې د صوبې او مرکز په کچه انتخابات کېږي چې په نتیجه کې یې د صوبو او وفاق لپاره اسمبلیانې جوړېږي. صوبایي اسمبلۍ د رایو له لارې وزیراعلا انتخابوي او قامي اسمبلي وزیراعظم ټاکي.

په هغه هېواد کې وزیراعظم د پینځه کلونو لپاره ټاکل کېږې خو د ۱۹۷۳ز کال د ایین له نافذېدو راهیسې تر اوسه یوه هم خپل وخت نه دی پوره کړی. په هغه هېواد کې تراوسه ۲۸ وزیراعظمان تېر شوي دي چې اوسنی هغه یې شهباز شریف دی.

XS
SM
MD
LG