د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف او مولانا فضل الرحمان د ملک پر سیاست خبرې کړې دي


د وزيراعظم له دفتره بیان کې ویل شوي چې د شهباز شريف او مولانا فضل الرحمان ترمنځ په ملاقات کې د ملک په موجوده سياسي حالاتو سلا مشوره شوې ده. (انځور: ارشیف)
د وزيراعظم له دفتره بیان کې ویل شوي چې د شهباز شريف او مولانا فضل الرحمان ترمنځ په ملاقات کې د ملک په موجوده سياسي حالاتو سلا مشوره شوې ده. (انځور: ارشیف)

د پاکستان جمهوري‌ غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند د مشرتابه ترمینځ پر ملاقات تر ناخوښۍ څرګندولو وروسته له وزيراعظم شهباز شريف سره ليده کاته کړي دي.

د وزيراعظم له دفتره د جولايي پر لسمه ناوخته په خپاره شوي‌ بیان کې ویل شوي چې د شهباز شريف او پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان ترمنځ په ملاقات کې د ملک په موجوده سياسي حالاتو سلا مشوره شوې ده.

بيان زياتوي چې وزيراعظم په حکومتي ایتلاف کې د شاملو ټولو ګوندونو د کردار ستاينه کړې او ويلي یې دي چې له اقتصادي بحرانه د هيواد را ايستل د دې ګوندونو په همکارۍ ممکن شوي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند د مشرانو ترمنځ په دوبۍ کې پر شوي ملاقات ناخوښي ښوولې وه.

مولانا فضل الرحمان د جولای پر نهمه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف چې د جون پر ۲۷مه په دوبۍ کې د پیپلز ګوند له شریک مشر اصف علي زرداري سره غږېده نو د غورځنګ له مشرانو سره یې ولې مشوره ونه کړه؟

مولانا فضل الرحمان دا شک هم وښود چې ګواکې د نواز شریف او اصف علي زرداري ترمینځ ملاقات ناڅاپي وو.

د رپورټونو له مخې، پخواني وزیراعظم نواز شریف او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په هغه غونډه کې د راتلونکو عامو انتخاباتو پر مهالوېش او د وفاق په ګډون په صوبو کې د نګران حکومتونو په اړه خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مرکزي او صوبايي اسمبلیو موده پر ختمېدو ده او ورسره د راتلونکو عامو انتخاباتو په اړه بحثونه تاوده شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د جولايي پر لسمه ویلي، امکان شته چې قومي او صوبايي اسمبلۍ د راتلونکې اګست میاشتې پر ۱۱مه نېټه ماتې کړل شي.

نوموړي د پاکستان له یو شخصي ټي وي "جيو نیوز" سره په خبرو کې وويل چې په ملک کې د انتخاباتو نېټه ټاکل د الېکشن کمېشن کار دی خو د ده په خبره، که اسمبلۍ د اګست د ۱۳مې پر ځای پر ۱۱مه ماتې کړل شي نو د انتخاباتو کمېشن به د ټاکنو کولو لپاره د درو میاشتو اییني موده ولري.

خو د ده په وینا،‌ ضروري نه ده چې انتخابات په ۹۰ ورځو کې دننه وشي بلکې "په ۶۴ يا ۷۴ ورځو کې هم کېدای شي."

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د حکومت مخالف ګوند پاکستان تحريک انصاف په وار وار ويلي چې حکومت انتخابات کول نه غواړي.

د دوی په وینا، په اوسني ایتلافي حکومت کې شریک ګوندونه له دې وېره لري چې ګواکې تحریک انصاف به ورڅخه انتخابات په څرګند اکثریت وګټي.

خو د اوسني حکومت او پاکستان جمهوري تحریک چارواکي وايي چې تحریک انصاف نور د ولس باور له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان جمهوري غورځنګ په ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې جوړ شو. مولانا فضل الرحمان د هغه ایتلاف مشر دی. دا د هغه وخت د مختلفو اپوزیشن ګوندونو ایتلاف دی چې د هغه وخت د وزیراعظم عمران خان او د ننګولو په هدف سره راټول شوي ول. پیپلز پارټۍ وروسته له ایتلافه ووته.

پي ډي اېم د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او د شهباز شریف په مشرۍ کې یې په پاکستان کې ایتلافي حکومت جوړ کړ.

د پي ډي اېم د مشر مولانا فضل الرحمان وروستی بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په پاکستان کې سږ کال د قامي اسمبلۍ پينځه کلنه موده پای ته رسېږي او د قانون ترمخه د اکتوبر په میاشت کې په پاکستان کې عام انتخابات کېدونکي دي.

تراوسه دا مالومه نه ده چې په انتخاباتو کې په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه په انتخابي ایتلاف کې پاتې کېږي او که ځان ځان له به په انتخاباتو کې برخه اخلي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG