د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: پوځ د وسله والو په ځای د تحریک انصاف ختمولو پسې راخیستې


د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د مشال راډیو خبریال طاهر جمیل خان سره په ځانګړې مرکه کې.
د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د مشال راډیو خبریال طاهر جمیل خان سره په ځانګړې مرکه کې.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي، پوځ یې د ګوند پر ضد انتقامي کارروایانې پیل کړې دي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان دا څرګندونې مشال راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي. خان وویل، د هغه ګوند د پوځ پر ضد نه دی او د مې پر نهمې په اړه چې څه وښودل شول د هغه پر وینا دا رښتیا نه دي. ''ایا موږ په چا ډزې کړي؟ د پوځ پر ضد که څوک بغاوت کوي نو بیا خو پکار ده چې پوره یو پلان ولري، وسله دې ورسره وي، برید باید وکړي، نو ایا خلکو په تش لاس د پوځ خلاف بغاوت کولو؟''

د پاکستان په جمهوري نظام کې د پوځ د مداخلت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې عمران خان اندېښنه څرګنده کړه چې که په سیاست کې د پوځ لاس وهنه بنده نشي نو د ملک راتلونکی په خطر کې ویني: "موږ بايد وپوهیږو چې که بدلون را نه ولو نو راتلونکی مو په خطر کې دی."

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

د مې نهمې تر پېښو وروسته، د پخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګڼ پلویان او مشران ونیول شو او او ګڼو نورو یې ګوند پرېښود.

د دغه ګوند ځيني سیاستوال د ګرفتاريوو مخنيوي لپاره پټ هم دي. دا راز فواد چودهري، اسد عمر، پروېزخټک، عثمان بزدار او شیرین مزاري تر څنګ له ۵۰ زیاتو سیاستوالو تحریک انصاف پریښی او یا یې له ګوندي عهدو استعفاوې ورکړي دي.

خو عمران خان وايي، د دې هر څه باجود یې د ګوند مقبولیت پر ځای دی او په تېرو ضمني انتخاباتو کې یې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

هغه وايي:

" تاسو باید پوه شئ چې یو سیاسي ګوند یواځې په هغه صورت کې ختمېدای شي چې له خلکو نه د رایو اخېستلو وړتیا یې ختمه شي. د تحریک انصاف ګوند ووټونه اوس هم تر هر چا زیات دي. دا هر څه د دې باوجود دي چې د مې د نهمې نېټې له پېښو وروسته د تحریک انصاف ګوند پر ضد انتقامي کارروايي شوې ده، زموږ ۱۰ زره غړي او ټول لوړ پوړي مشران نیول شوي دي. هغوی هله پرېښودل شول چې د ګوند پرېښودلو ته تیار شول. ایا داتحریک انصاف ګوند کمزوری کولی شي؟ نه، بلکې پي ټي ايي لا ځواکمنېږي ځکه چې رایې یې زیاتېږي."

عمران خان د تحریک انصاف ګوند د مهمو مشرانو لخوا د ګوند د پرېښودلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: " زه یو مشن لرم. که ستاسو په وړاندې یو هدف یا مشن وي، نو تاسو د دې پرواه نه کوئ چې تر ۲۶ کلونو پورې مو څوک ملګري پاتې شوي که نه؟"

د غیرقانوني پېژندل شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو په اړه د یوې پوښتنې په خواب کې عمران خان وویل، په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې حکومت بدل شو او هلته یو ځل بیا د طالبانو حکومت راغی او نوي حکومت په افغانستان کې موجود تحریک طالبان پاکستان جنګیالو ته وویل چې له هغه ځایه دې پاکستان ته ستانه شي. نوموړي وړاندې وویل چې په داسې صورتحال کې هغوی دوه لارې په مخکې لرلې:

"د افغان طالبانو لخوا د تحریک طالبان پاکستان د غړو پاکستان ته د لېږلو له فیصلې وروسته، موږ دوه لارې په مخکې لرلې، د تحریک طالبان پاکستان شمېر د هغوی د کورنیو د غړو په ګډون تر ۴۰ زرو پورې وو. یوه لاره خو دا وه چې دوی ټول ووژنو، او بله لاره دا وه چې پاکستان ته یې راولو او عادي ژوند ته یې را وګرځوو ځکه چې افغان طالبانو هغوی نور هلته نه غوښتل. ګورئ، عاقلانه ګام دا وو چې خپل هیواد کې یې ځای پر ځای کړو او عادي ژوند ته یې راوګرځوو. په ټوله دنیا کې د جګړې تر ختمېدو وروسته همداسې چلند کېږي. کله هم چې تاسې د ترهګرۍ ضد کورنۍ جګړه پای ته رسوئ نو دا کار د مذاکراتو له لارې ترسره کېږي."

عمران خان وايي، حکومت یې د هغوی د بحالۍ لپاره د پیسو انتظام کړی وو خو حکومت یې لرې کړل شو او نوي حکومت سره د ستونزې د هوارۍ لپاره نه وخت وو او نه هم د هغه په وینا پوهه. د نوموړي په وینا تر هغې وروسته پوځ د تحریک طالبان پر ځای د تحریک انصاف په ختمولو بوخت شو.

د نړیوال سیاست په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې عمران خان وویل، پاکستان ته د چین، امریکا او روسیې په ګډون له هر هېواد سره ښې اړیکې ساتل پکار دي. نوموړي وویل په دې لحاظ سره د هند بهرنۍ کړنلاره غوره ده.

هغه وویل: "موږ له په خپلو پښو ودرېدل او له ټولو سره ښې اړیکې ساتل پکار دي. موږ امن ته اړتیا لرو او پاکستان باید د هېچا په جنګ کې فریق جوړ نه شي."

عمران خان په ۱۹۹۶ز کال کې تحریک انصاف جوړ کړ خو تر ۲۰۱۱ز کال وروسته هغه ګوند ته له بېلا بېلو ګوندونو ګڼ مشران ورغلل او د ۲۰۱۳ز کال په ټاکنو کې تحریک انصاف په لومړي ځل د قامي اسمبلۍ ۳۵ څوکې وګټلې. دا راز هغه ګوند په خیبر پښتونخوا کې حکومت هم جوړ کړ.

په ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې هغه ګوند د پاکستان په کچه تر ټولو زیاتې رایې وګټلې او حکومت یې جوړ کړ چې بیا وروسته په ۲۰۲۲ز کال د اپوزیشن ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه د ګوند مشر عمران خان له وزیراعظمۍ لیری شو.

XS
SM
MD
LG