د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وایي پنجاب کې د انتخاباتو نه کېدو په صورت کې احتجاجونه پیلوي


عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکه له ګوښه کېدو راهیسې تر وخت مخکې د انتخاباتو کولو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکه له ګوښه کېدو راهیسې تر وخت مخکې د انتخاباتو کولو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې که د سپریم کورټ له حکم سره سم د مې پر ۱۴مه په پنجاب کې انتخابات و نه شي نو احتجاج پیلوي.

د تحریک انصاف غړو او پلویانو د مې پر شپږمه په لاهور، اسلام اباد، پېښور او یوشمېر نورو ښارونو کې د سترې محکمې له مشر قاضي عمر عطا بندیال سره د یووالي لپاره لاریونونه وکړل.

خان د لاهور لاریون ته په وینا کې له راتلونکې اوونۍ څخه د انتخاباتي کیمپېن جلسې هم اعلان کړې. ''زموږ غوښتنه ده چې انتخابات دې وشي ځکه چې د پنجاب ټاکنې اعلان شوي دي. د دې لپاره کیمپېن هم پیلوم. په خیبر پپښتونخوا کې د انتخاباتو لپاره موږ های کورټ ته تللي یو. موږ انتخابات غواړو.''

عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکه له ګوښه کېدو راهیسې تر وخت مخکې د انتخاباتو کولو لپاره مظاهرې کړې دي.

د پاکستان وفاقي حکومت د خان د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې په ټول هېواد کې دې له نېټې سره سم انتخابات په اکتوبر کې وشي.

تحریک انصاف تر هغې وروسته لاریونونه کړي چې د هغه ګوند او وفاقي اېتلافي حکومت ترمینځ د انتخاباتو په اړه مذاکرات بې نتیجې ختم شول. دواړو خواوو د اپرېل پر ۲۷مه، ۲۸مه او د مې پر دویمه د مذاکراتو درې پړاوه ترسره کړل.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دا مهال نګران حکومتونه دي. تر دې مخکې هلته د تحریک انصاف ګوند حکومتونه ول خو د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه ګورنر، صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

د دې څو میاشتې وروسته په اپرېل کې عمران خان دا دعوه هم وکړه چې د پنجاب او پښتونخوا اسمبلیانې د جنرال باجوه په مشوره ماتې شوې وې.

د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د اپرېل پر څلورمه په پنجاب کې د مې پر ۱۴مه د انتخاباتو کولو امر کړی دی.

بلخوا انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د پیسو نه شتوالي او خراب امنیتي وضعیت له امله انتخابات د اکتوبر تر اتمې ځنډوي. کمېشن دا راز د مارچ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخابات هم د اکتوبر پر اتمه کوي.

د پاکستان حکومت د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ پرېکړه رد کړې وه او پرضد یې قامي اسمبلۍ پرېکړه لیک هم منظور کړی وو.

تر دې وروسته د اپرېل پر ۱۰مه د پارلېمان د دواړو جرګو یعنې قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې یو قرارداد منظور کړ چې پکې راغلي ول چې په هغه هېواد کې دې د اقتصادي ثبات لپاره سياسي ثبات ضروري دی نو ځکه دې د ټولو اسمبلیو انتخابات له ایین سره سم د نګران حکومت تر څارنې لاندې وشي.

د پاکستان وفاقي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې د خرابو اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله انتخابات نه شي کېدای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان کال په اکتوبر کې وشي.

XS
SM
MD
LG