د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې چاودنو لږ تر لږه څلور تنه وژلي او ۲۶ یې ټپي کړي دي.
د کوز جنوبي وزیرستان چارواکو ویلي چې د واڼې په رستم بازار کې چاودنې دوه پولیس وژلي دي.
د ضلعي پولیسو مشر محمد طاهر شاه مشال راډیو ته وویل، پېښه د مارچ پر اوومه مازیګر مهال په بازار کې وشوه چې پکې پینځه پولیس او ۱۱ ولسي وګړي ټپي شوي هم دي.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
بل پلو په لکي مروتو کې هم د مارچ پر اوومه په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۰ ژوبل دي.
د لکي مروتو د پولیسو ویاند قدرت الله د مارچ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې پېښه په منجیوالا څلور لاره کې په یو دوکان کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې چوونکي توکي په یو موټرسایکل کې ایښي ول.
د قدرت الله په وینا، دا دوکان د ځايي امن کمېټۍ د مشر خالد خان د ورور شعیب خان وو چې پکې شعیب خان او د هغه یو بل خپلوان وژل شوي دي.
د هغې چاودنې ذمه واري هم لا چا نه ده منلې.
له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ناامني او وسلوال فعالیتونه زیات شوي دي.
جنوبي وزیرستان او لکي مروت هم یو له هغو سیمو دي چې چاودنې او هدفي وژنې پکې زیاتې کېږي.
د هغو ضلعو خلکو په وار وار د ناامنیو پرضد احتجاجونه کړي او امنیتي ادارې یې تورنې کړې دي چې د وسلوالو پرفعالیتونو سترګې پټوي.
خو د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکو هم په بیا بیا داسې تورونو ته په غبرګون کې ویلي چې د سیمې امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات دوام لري.