پولیس او استخباراتي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرامشا کې پر چشمه امنیتي پوسته ځانمرګي برید کې یو کس وژل شوی دی.
په میرامشا کې د پولیسو کنټرول خونې مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر شپږمه ځانمرګي بریدګر خپله له باروتو ډکه لارۍ له پوستې سره وجنګوله چې په نتیجه کې یې یو ولسي وګړی ووژل شو او ۱۸ نور ژوبل شول چې پکې دوه پوځي سرتېري هم شامل دي.
چارواکي وايي، ژوبل کسان د میرامشا روغتون ته رسول شوي دي. د یاد روغتون یو چارواکي اصف اقبال مشال راډیو ته وویل چې په ژوبلو تنانو کې د دوو حالت نازک دی.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت قبول کړی نه دی.
تر دې وړاندې د مارچ پر پینځمه په میرامشا کې د ضلعي انتظامیې پر دفترونو د توغندي په برید کې دوه پوځیان وژل شوي ول.
د هغې حملې ذمه واري هم چا نه وه منلې.
په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او خپلو مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.